تاند، پنجشنبه، د عقرب ۳۰مه: د مارشال قسیم فهیم زوی، د ملي امنیت ریاست له مرستیالۍ د شخصي عذر له مخې استعفی وکړه او ویلي یې دی نه شي کولی په دې اداره کې نور خپلې دندې ته دوام ورکړي.

ښاغلی ادیب فهیم چې له ۱۳۹۴ کال راهیسې د ولسمشر په امر د ملي امنیت لومړی مرستیال و، اوس یې په خپله استعفی نامه کې ویلي چې نه شي کولی نور دغې مهمې دندې ته دوام ورکړي.

ښاغلي فهیم په دغه استعفی نامه کې چې پر خپله فیسبوک پاڼه یې هم نشر کړې لیکلي د افغان ولس د نوي نسل د یو ځوان په توګه به ملت او دولت ارمانونو د تحقق لپاره کار وکړي.

ښاغلي فهیم نن له خپلو همکارانو سره خدای پاماني هم کړې او د ملي امنیت له ریاسته وتلی دی.

ادیب فهیم په ۱۳۶۴ کال زېږېدلی او لوړې زده کړې يې په شارجه کې د امریکايي پوهنتون څخه د ادارې او عامه پالیسۍ په برخه کې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *