تاند، دوشنبه، د میزان اوله: د مارشال فهیم په تړاو د ولسمشر غني وروستۍ له سپکاوي ډکو انګیرل شویو څرګندونو باندېپخواني ولسمشر حامد کرزی او  د بلخ پخواني والي عطا محمد نور هم غوسه ښکاره کړې ده.

 ولسمشر غني په وروستیو کې یوې کمپایني غونډې ته په وینا کې ویلي وو کله چې د مالیې وزیر و، مارشال فهیم ورته امر کړی و چې دوه موټر یې له ګمرک پرته خوشې کړي، وه ده یې امر څیرې کړ.

د ولسمشر دا خبرې د شمال ټلوالې د ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې چې اوس د دغو غبرګونونو په دوام حامد کرزي ویلي، مارشال فهیم یو باعزته، وطنپرست، دینداره او ملي منافعو ته ژمن سړی چې ده هغه په اړه د ولسمشر غني څرګندونو خپه کړیدی.

بلخوا د بلخ پخواني والي عطا محمدنور په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مارشال فهیم له هیچا پټ نه و او د هغه په اړه له سپکاوي ډکې خبرې سم کار نه دی.

 دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ  د افغانستان د ملي مجمع په نوم یو جریان هم په خبري کنفرانس کې ولسمشر ته ګواښ وکړ که د مارشال فهیم په اړه د خپلو څرګندونو بخښنه ونغواړي، دوی به یې پرضد چوپ پاتې نه شي.

3 thoughts on “د مارشال فهیم په اړه د غني څرګندونو حامد کرزی او عطانور غوسه کړي دي”
  1. مسلمانووروڼوسلام! داخو ټول عالم اسلام ته جوته ده چې دکرزی ورور محمود کرزی اودفهیم ورورجسین فهیم دکابل بانک چور کړ – له دې امله چې کرزی په دې خیانت کې شریک اودهغوی انډیوال دی نوهرومرو باید له هغه ننګه وکړی – خدای دې بیعقلو ته عقل ورکړی

  2. MY GREAT AFGHANS SALAM&EKHTERAM TO YOU

    YOU KNOWS;KARZAI/ATTA NOOR&MARSHAL FAHIM ALL THREE BECOME MILLIONAIRE
    FROM CORRUPTION;
    THEY GET ALL MONEY FROM PUBLIC PROPERTY.
    NOW KARZAI EVERY DAY TALKING AGAINST ASHRAF GHANI.
    BUT HONEST LY ASHRAF GHANI WANT TO BUILD AFGHANISTAN ECONOMIC SYSTEM.
    ASHRAF GHANI BASICALLY WORKING FOR ALL AFGHANS,
    YOU HAVE TO SUPPORT ASHRAF GHANI.THANK YOU

  3. د مارشال فهیم په اړه ویکیپیدیا څه وایی :

    محمد قسيم فهيم په ۱۹۵۷ ز کال کې په پنجشېر کې زېږېدلی او د دې ولسوالۍ د عبدالمتين زوی و چې تر دې مهاله يې عمر ۵۳ کاله و. وېل کېږي چې فهیم قسیم د پخواني کمونستي رژيم د(خلق او پرچم) په څانگه کې د خاد استخباراتي غړی هم پاتې شوی چې وروسته د کمونيستي حکومت د ړنگېدو څخه ېې د جميعت او بيا ېې د شورای نظار سره کار پیل کړ. نوموړی د بون د تړون له مخې د موقت حکومت د دفاع وزير وټاکل شو چې بيا له ۲۰۰۲ ز. تر ۲۰۰۴ ز. پورې د ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستيال و. نوموړی د جهاد په مرحله کې او بيا وروسته د کورنۍ جگړې په مهال د شورای نظار قوماندان و چې په کورنۍ جگړه کې د رول له امله په جنگي جنايتونو هم تورن و.
    قسيم فهيم د طالبانو خلاف د احمدشاه مسعود سره اوږه په اوږه جگړه وکړه او په افغانستان يې د امريکا د بريد په مهال د امريکايانو سره ملگری شو چې په موقت حکومت کې د دفاع وزير وټاکل شو. قسيم فهيم د حامدکرزي په لومړۍ دوره کې په اپوزيسيون خو په دويمه دوره کې بيا لومړی مرستيال شو چې د مرگ تر لحظې په همدې دننه بوخت و.
    نوموړي او کورنۍ یې د امريکايانو له بري وروسته اقتصادي امپراتورۍ جوړولو ته مخه کړه. د طالبانو خلاف له امريکا څخه په لسگونه مليونه ډالر یې او نورې مجهول المصدر پيسې یې په کار واچولې، او په حيرانونکي توگه دی او ملگري يې د سلگونو مليونونو ډالرو څښتنان شول.
    د نوموړي ورور په دې تورن دی چې په کابل بانک کې شريک دی او له خپل بانک څخه یې د عوامو سل مليونه ډالر قرض اخيستي دي چې له قوانينو سرغړونه او څرگند فساد دی.

    فهیم د ولسمشر تر مرستیالۍ مخکې د افغانستان د دفاع وزیر وو. هغه د احمد شاه مسعود، تر وژل کیدو وروسته د هغه د ځواکونو مشري پر غاړه واخیسته او تر ۲۰۰۱ کال راهیسې د ولسمشر حامد کرزي له سختو ملاتړو څخه شمیرل کیده.
    مارشال محمد قسیم فهیم، له ۲۰۰۹ کال راهیسې د افغانستان د ولسمشر لومړۍ مرستیال وو. هغه د افغانستان په کورنیو جگړو او د طالبانو پر ضد جنگ کې هم فعاله ونډه لرله. نوموړی د ۱۳۹۲ کال د کب پر ۱۸ – یکشنبې د ۵۷ کلونو په عمر د زړه د درېدو له کبله ومړ.

    https://ps.wikipedia.org/wiki/محمد_قسيم_فهيم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *