د ښکلو، مهربانو، زړورو، ریښتونو ښځو ورځ دې ټولو خوږو، مخلصو، ګرانو ښځو ته مبارک وي

ښځه 

هې!!!

ته به ما څنګه وپېژنې؟؟؟

چې کله دې هم زما د پېژندلو هڅه نه ده کړي

ته به زما په هکله څنګه فکر وکړي؟؟؟

ځکه تا کله هم زما په اړه سوچ نه دی کړی

او هر کله چې دې کړی هم دی، خراب او بد فکر دې کړی

د نورو د خبرو او تهمتونو تر اغېز راغلی یې، او تل دې زما په هکله غلطه پرېکړه کړي ده

ته به ما څنګه احساس کړي

باوجود دې چې

زما تر پښو لاندې جنت دی

زما زړه د مینې نښه ده

خپل پلو کې ستا عزت ګرځوم

ما خپل پېغلتوب

خپل حسن

خپل ټول ژوند مې ستا په نوم کړ

هېڅ مې ونه ویل

په ټول ژوند کې مې له تا یوازې

وفا وغوښته

مګر فکر کوم

چې ډېر زیات څه مې درنه غوښتي

ځکه ټول ژوند مې تېر شو

تورې اوږدې څڼې مې سپینې شوې

ښکلی مخ مې ټول ګونځې ګونځې شو

د تورو غټو سترګو نظر مې کمزوری شو

خو  

ما ستا وفا ونه لیده 

اړیکې یوازې په نوم نه وي

بلکې روزل هم غواړي

ما خپل نوم ستا لپاره بدل کړ

مګر تا زما خپل نوم هم راباندې هېر کړ

نوې نومونه دې راکړل

لکه

بلا، توره، سپېره، کم عقله او لېونۍ

بیا هم غلې وم، څه مې ونه ویل

ستا کرکې ته

ما د مینې نوم ورکړ

ستا غوصې ته مې

د ناز نوم ورکړ

ستا کاور او بې احترامي ته مې

د ستړیا او استرس نوم ورکړ

مګر

ستا د ژوند په دایره کې

ستا په دې نړۍ کې

ما خپل ژوند ورک کړ

ما خپله نړۍ ورکه کړه

ما خپل هویت ورک کړ

ما خپل ارزښت ورک کړ

ما بس هر څه له لاسه ورکړل

خو بیا مې هم تل

ستا د نړۍ د ښکلې کولو هڅه کوله

او تل هغې شېبې ته په تمه وم

چې کله به ته راته د خپلې مینې

یو غړپ لکه د اوبو

یا

یو څاڅکی د باران راکړې

چې خپل پاتې عمر پرې تېر کړم

خو نه پوهېږم

آیا هغه شېبه به زه په ژوندوني ووینم او که نا؟؟؟

آیا هغه شېبه به زما په نصیب کې هم وي؟؟

خو

اې واوره

له زړه وایم

چې هغه شېبه سخته راته ګرانه ده

تل یې خیالو کې ګورم

خیال ته یې په غېږ کې ځای ورکوم

او تل ورته په تمه یم

لږ ژر راشه

ډېر ناوخته نه کړې

داسې نه چې ستا د مینې په تمه تمه

د مرګ غېږې ته ځان وسپارم

لکه ډېرو چې ځان ورته سپارلی

ملاله حورځلا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *