ښځه هغه ځلانده اوروښانه ډيوه ده، چې په خپله رنګينه او زرينو وړانګو او نورانې پلوشويې نړۍ ته نور، ښکلا او ړنا ورکوي او د انسانې ټولنو بقا او شتون ورپورې تړلي دي . که ښځه نه واي نو د ځمکې پر مخ ژوند به نه واي ، نه کورنۍ ، او نه هم انسانې نسلونه او هيوادونه ، ځکه خو د آدمه تردې دمه ښځې او نر د لازم او مظلوم په توګه د ژوند ګډ کاروان د منزل په لور روان او وږه په وږه د انسانې ټولنو او ودانۍ هڅې او يون يې ساتلې دي ، او د ژوندانه په ګډ کاروان کې هيڅکله هم د نارينو څخه ورسته نده پاتې شوي .
ښځه د ژوندانه په هر ډاګر او سنګر کې د ژوند په ټولو چارو او کشالو کې فعاله او نه هيريدونکې ونډه اخيستي، او په داسې تل پاتې کارنامويې ، د وياړه ډکو او زرينو حماسو او افسانو يې د تاريخ پاڼې رنګينې کړي ، چې د ښځې عظمت ، اهميت او ارزښت په ډاګه کوي او هيڅ څوک ورڅخه سترګې نشي پټولي . کچيرې مونږ د خپل ګران هيواد د قهرمانو ښځو تاريخ راوسپړو دا به په ډاګه شي چې زمونږ د وطن حماسه جوړونکې ښځې تل دي وطن او ولس ته يې وياړ وربخښلي دي ، او په هر ډول شرايطو کې يې خپله دنده ادا کړيده . د بيلګې په توګه د حماسو په ډګر کې کومه ميړانه او سرښندنه چې ملالی ميوندی د انګريز په مقابل کې د ځانه وښوده
او د افغانې سرتيرو او غازيانو په وينو کې يې بيا ولولې ددي ټپې په ويلو سره راوپارولي :
که په ميوند کې شهيد نشوي خدايږو لاليه بې ننګې ته دي ساتمه
بيللې جګړه يې بيرته وګټله او غازيان يې د روا او بر حقې جګړي ته راوبلل .
همدارنګه ښځې د شعر او ادب د ځلانده ستورو په توګه دناو په نومونو سره ستايل شوي او د وطن په هر تاريخې پړوا کې يې خپل فرض ادا کړيدي لکه :
نازو انا، زرغونه کاکړ، بی بی زينب، رابعه بلخی، راضيه سلطان ، بی بی سيدو، غازی ادی ، ميرمن الايې ، عايشه درانی، ميرمن سپينه ، ميرمن حليمه، حافظه د خوشحال خان خټک لور، ميرمن عينو او بی بی هاجره او داسې نورې د يادولو وړ دي دا هره يوه يې د هيواد په زرين تاريخ کې لوړ ځای لري او افغانان به يې د تل له پاره د زړه له کومی ستاينه کوي . د دوي حق يواځې په يادولو او ديوې مقالي په ويلو سره نه ادا کيږي لازمه ده د دوي د سر ښندولو په بدل کې ورته سيمنارونه او کنفرنسونه په لاره وچول شي تر څو راتلونکې کول د دوي د حماسو او فدا کايو څخه خبر شي.
همدارنګه د تاجکستان او ايران په وطن ماينې ښځې څه د شعر او ادب په ډګر کې او څه د سنګر او ژوندانه په برخو کې روښانه ډيوې پاتې شويدي او خپلو وطنو ته يې په هره برخه کې افتخارات وربخښلي دي ، دلته به د څو نوموتو ښځو په يادولو سره بساينه وکړو، چې د نړۍ په تاريخ کې يې د يوې نه يوې لاری څخه لوړ ځای او نړيواله پيژنده تر لاسه کړي ده او پدې لړ کې : سمې رامين يا ملکه بابل ، د مصر ملکه کلوباترا ، د فلسطين د آزادې ستره مبارزه ليلی خالد ، د الجزاير جميله بوپوشا ، مارګريډ تاچر، د ايتاليا سانتی رافيل ، د فرانسې مارام اشتال ، د سکا تليند ماری کرلي، داسرايلو ګولډ اماير، د هند اندرا ګاندی، د پاکستان فاطمه جناح او بينظير بوټو، د بنګله ديش حسينه واجد او خالده ضيا، د ترکيې تانسوچيلر، د جنوبی افريقا ميرمن مانډ يلا او داسی نورې .
همدارنګه د روسي شکووا ولنتيا لمړنۍ هوا نورده ښځه و چې فضا ته يې سفر وکړ او څو ورځې يې په اړوند کارونو او علمی څيړنو په فضا کې تيرې کړي، همدا شان مادام کوری د خپل خاوند په مرسته « يې ير کوری » په ۱۸۹۷ م کال کې پلتونيوم او راډيوم کشف کړل چې د ساينس په ډګر کې يوه زيا تونه وه .
اوس په هغې برخې ته راګرځو چې ښځو په خپل تير شوي بهير کې څه ناخوالي درلودي ، ددي ورځې تاريخې او ستراتيژيک اړخ يې په لنډ ډول سره را سپړو .
پدې وخت کې د ښځو ژوند د کور دننه و لکه : د ماشومانو پيدا کول، د هغوي روزل ، د خاوند چوپړ، د کور پاکې و صفايې، د جامو پريمنځل۰
په ۱۹۰۸ م کال کې د لومړۍ ځل له پاره په امريکا کې د کاليو په يوې فابريکې کې ښځو د خپل د کار د اصولو پر ضد يو لاريون په لاره واچوه، دغه لاريون د امريکا د يوې سوسيالستې پارټې له خوا رهبري کيده ، چې يو کال ورسته په ۲۸ فبروری ۱۹۰۹ م کال په امريکا کې د خپل د حقوقو په خاطر يو غبرګون وښوده .
د ۱۹۰۹ او ۱۹۱۰ م کالنو تر منځ ځنيې خوزښتونه د نړۍ په يو شمير هيوادو کې رامنځ ته شول چې پدې حرکتونو کې امريکا ، جرمنی ، اطريش ښځو مخکښ رول په غاړه درلود . د اګست د مياشتې په ۲۶/ ۲۷ /۱۹۱۰ م کال د ۱۳۰ تنو ښځو په ګډون د ۱۷ هيوادو څخه يوه لويه غونډه د ډنمارک د کوپن هاګن په ښار کې جوړه شوه .
LUISE ZIETZ پدې غونډه کې د جرمنی د هيواد څخه سوسيالسته « لوس زايتس»
له خوا د ښځو له پاره د يوې رسمي ورځې د ټاکلو وړانديز وکړ، چې پدې لړ کې يوه بله جرمنی
نوميده او د سوسيالست غورځنګ ليډره و Clara Zetkin ښځه چې « کيلرا زيت کاين » ورسره همغږي شوه او د هغې وړانديز يې تايد کړ تر څو دغه ورځ د ښځو د کنفرانس د پريکړو په پايله کې يه ۱۹۱۴ م کال ۸ مارچ په نوم و نومول شوه .
: د دې غونډې موخې دا وي
۱/ د نارينو او د ښځو ترمنځ د حقوقو انډول .
۲/ په ټولټاکنو کې د ګډون حق .
۳/ په يو لړ تعليمی څانګو کې د ګډون حق او برابر والي .
۴/ په صحی برخوکې د ښڅو له پاره د ښه شريطو برابر والي .
- د مارچ په ۱۹// ۱۹۱۱ م کال دغه ورځ په جرمنی ، اطريش ، ډنمارک او يو لړ نورو هيوادو کې ولمانځله شوه . ددغو غونډو او لمانځلو په پايله کې په ۱۹۷۵ م کال ملګرو ملتو پريکړه وکړه چې دغه ورځ دې « ۸ مارچ » د ښځو د نړيوالي ورځې په نوم ونومول شي .
- په ۱۹۹۵ م کال په چين کې يو نړيوال کنفرانس پدې موخه په لاره واچول شو چې کومې پاتې ستونزې چې د ښځو په ژوند لا پرتې وي د حل يوه مناسبه لاره ورته ولټول شي. پدې کنفرانس کې د نړۍ د ۱۸۹ هيوادو استازو پکې ګډون درلود ، د بيلګې په توګه : په سياست کې ګډون حق ، دخپل د خوښې علم زدکړه ، د اقتصادي ستونزو له منځه وړل ، په ټولنه کې ښځو ته په درنه سترګه کتل .
سرچينه:
www. Un . org
www. Womenwatch. Unwanen.org
وريت پښتون : نصرت امان الله ليکنه