دا ورځ دې هغو نرانو او پروژه ي نرښځیانو ته مبارک وي چې د خپلې ښځې، لور، خور، ورېرې او لسګونه زرو افغاني ښځو پر مخ یې ښوونځي تړلي او له خپلو حقونو یې محرومې ساتلې دي.
له دې ورځې له اتیا سلنو ډېرې افغانې ښځې خبرې هم نه دي، دودونه، بېسوادي، تاوتریخوالي، فقر…. جنګ جګړې او دې ته ورته ډېر نور عوامل دي چې زموږ میندې، خوېندې، ښځې او لوڼې یې له خپلو حقونو محرومې ساتلې دي او لا هم د محرومیت او بې عدالتۍ دا لړۍ په چټکۍ روانه ده.
حکومت، د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، د ښځو حقونو بنسټونو او مدني ټولنو هم په دې برخه کې د پام وړ کار نه دی کړی او یوازې د خلکو تېر ایستلو لپاره نمایشي غونډې او حرکات ترسره کوي.
کورنیو هم په دې برخه کې ناغیړې کړې او د دوی حقونه یې په چرسو دوړه کړي، پلرونه په خپلو لورګانو او وروڼه په خپلو خوېندو ځکه زده کړې نه کوي چې افغاني او په خاصه پښتني دودونه یې غیرت ننګوي.
جګړه مارو هم تر خپلې وسې د افغان ښځو ژوند ننګولی لسګونه زره یې کونډې، بورې او ماشومانې یې بې وروره او یتیمانې کړې دي. د دوی پر مخ یې د هېواد په ګڼو سیمو کې ښوونځي تړلي او د ژوند له ستر نعمت یې بې برخې کړې چې ژوند به یې همداسې تیاره وي لکه څنګه چې دی.
رسنیو هم په دې برخه کې هغه پروګرامونه نه دي خپاره کړي چې د عامه پوهاوي په برخه کې اغیزمن تمام شوي وي یو شمېر رسنیو خو په لوی لاس د افغاني ښځو ژوند ننګولی او د کریډټ د ترلاسه کولو لپاره یې د داسې پروګرامونو او ډرامو په خپرولو تکیه کړې چې ددوی ژوند یې ننګولی دي.
لا هم زموږ په هرو شپږو ښځو کې یوه یې روغتون ته پر وخت د نه رسېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او همدا ډول لسګونه زره ښځې د جنګ جګړو او فقر له امله په خیمو کې ژوند کوي.
دا ورځ دې هغوی ونمانځي چې له حقونو برخمنې او په رڼا کې ژوند کوي.