ښاغلی ارینزی

احسان الله ارینزی   

جمعه د لړم اتلسمه (د 2018 د نومبر نهمه) په ماسکو کې، د روسیې په نوښت هغه غونډه جوړه شوه چې باید په سپتمبر کې جوړه شوې وای؛ خو د افغانستان د دولت په غوښتنه، د ډېرو دوه اړخیزه او څو اړخیزه پوهاویو له پاره ځنډول شوې وه.

په دې غونډه کې چې (د افغانستان د څو اړخیزه سولې د خبرو اترو) تر نامه لاندې جوړه شوې وه، د افغانستانپه لانجه کې د اغېزمنو او ګاونډیو هېوادونو، چین، ایران، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان، هند، امریکا (کتونکي)، افغانستان (د سولې شوری او طالبان) استازو برخه اخیستې وه.

دې غونډې هڅه کوله چې د افغانستان د هغه لانجې او جګړې په هکله خبرې وکړي چې د پردیو د اوږدمهاله ګټو له پاره طراحي شوې، د پردیو په مټ په مخ ځي، د پردیو اجندا ده او که اړتیا پېښه شي د پردیو له خوا به پای ته رسي!

دا جګړه په تېرو څلوېښتو کلونو کې همداسې وه او اوس هم په بشپړه توګه د نورو جګړو ده؛ خو افغاني لوبغاړي یې وخت په وخت بدلېږي، کله کمونستان وی، کله مجاهدین وی، کله مقاومتیان(!) شي، کله طالبان او کله داعش او داسې نور!

د ماسکو غونډې په اړه خبرې ډېرې دي. ځینې وایي چې د روسیې فدراتیف غواړي چې د امریکا او ناتو په ضد، هغه طالبانو ته نړیواله پېژندګلوي ورکړي چې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د وروستني نظر پوښتنې له مخې، ډېر کورني پلویان نه لري او د ګاونډیو هېوادونو د مالي، تسلیحاتي، لوژستیکي او تبلیغاتي مرستو په مټ، د امریکا او ناتو په ضد جنګېږي، اوس یې د هېواد نیمه جغرافیه په ولکه کې راوستې او لا هم جګړې ته په ډېر زور دوام ورکوي.

د ماسکو په غونډه کې د امریکا حضور د یو کتونکي دیپلومات په سویه و. دا ښیي چې امریکا غواړي د افغانستان د جګړی یا له طالبانو سره د خبرو نوښت له ځانه سره وساتي؛ خو روسیه او د سیمې ځینې نور پیاوړي لوبغاړي د امریکا پوځي حضور د ځان له پاره  خطر بولي، لکه چین، ایران (او په دې وروستیو وختونو کې پاکستان) چې غواړي له دې موقع څخه ګټه پورته او د جګړې د اوږدېدو له لارې، امریکا له داسې ګونګ حالت سره مخامخ وساتي چې نه جګړه وګټلای شي؛ نه د وتلو چانس ولري او نه د مصالحې او خبرو خاوند او مدیر پاته وي!

د افغانستان دولت هم چې د ډېرو عیني دلایلو له مخې د امریکا  او ناتو د ګټو او غوښتنو تر څنګ ولاړ دی، هم دې غونډې ته خپل پیاوړي او ژبور دپیلوماتان نه وو لېږلي. له همدې امله د غونډې ابتکار طالب استازو ته په لاس ورغی او هغوی هم خپلې ډېرې غوښتنې، د سلګونو رسنیو په مرسته د نړیوالو غوږونو ته ورسولې چې په امریکا او افغان دولت ګرانی پریوتي!

طالبانو نړیوالو ته وویل چې دوی د خپل هېواد د خپواکۍ له پاره جنګېږي، د هېواد په نیمه ډېره خاوره لاسبري دي، بشري حقونه ساتي، د پرمختیایي کارونو مخه نه نیسي، د ګاونډیانو په کورنیو چارو کې لاس نه وهي، د ښځو حقونو ته د شریعت او ملي موازینو په رڼا کې درناوي کوي، د داعش مخه نیولی شي، د نشه یي توکو په کر او سوداګرې کې ښکیل نه دي او داسې نورې خبرې چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې وپارول.

طالبانو دا هم وویل چې د دوی د جګړې اصلي لوری امریکایان دي او چې څنګه لویه او اصلي ستونزه، یعني د امریکایي سرتېرو د وتلو د مهالوېش د اعلان، د بندیزونو د لیرې کولو او د سیاسي دفتر د پرانستلو مسایل حل شي؛ نو دوی نورې ستونزې د افغانستان له خلکو او بېلابېلو سیاسي او قومي ډلو سره په خپله حل کولای شي او د واک د انحصار په فکر کې نه دي. دوي له افغان دولت سره خبرې یو ځل بیا ځکه رد کړې چې دولت د ځینو مسایلو د حل واک او ځواک نلري او په دې توګه یې د دولت کمزوري مشروعیت ته نور زیان هم ورساوه.

اوس خبره دا ده چې د افغانستان ټول خلک واقعاً غواړي چې دا اوږده، وراونکې او خونړۍ جګړې پای ته ورسي. د جګړې یو لوری هم بل ته بشپړه ماتې نه شي ورکولای، نه د افغانستان دولت او بهرني ملګري (امریکا او ناتو) دا وس او امکانات لري چې طالبان له صحنې وباسي او نه طالبان دومره زور لري چې خپلې سپینې جنډې بیا په ارګ ماڼۍ ورپوي!

لکه څنګه چې اوس ښکاري امریکا په رښتیا غواړي چې دا اوږده جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي، د ډاکټر زلمي خلیلزاد نوی ماموریت د امریکا د دې ښه نیت ښکارندوی دی. اوس د افغانستان د دولت دنده ده چې د ټولنې د بېلابېلو اقشارو، سیاسي ډلو، مدني ټولنو او قومي – مذهبي جوړښتونو په مشوره، د راتلونکي سولې له پاره علمي او عملي تعریفونه او میکانیزمونه جوړ او هغه طالبانو او نورو ذیدخله خواوو ته په مخ کې کېږدي او د خبرو او سولې ابتکار په لاس کې واخلي. د ماسکو په وروستنې غونډه کې د افغانستان د سولې شوری پلاوی له بده مرغه دا وړتیا نه درلوده چې د احتمالي خبرو او سولې په هکله د ځان یا افغان دولت دریځ په صفا الفاظو او وصاحت د نړیوالو غوږونو ته ورسوي او له دې نړیوال تربیون څخه سمه ګټه واخلي.

د ماسکو په غونډه کې د افغانستان د دولت نه حضور د دولتي دیپلوماسۍ د ماتې مانا ورکړه. که دولت هلته حضور درلودلای او د سولې او خبرو په اړه یې خپل دریځ سم روښانه کړی وای، طالبانو به د دومره پراخه سیاسي – دیپلوماتیک مانور چانس نه وای پیدا کړی!

په هر صورت سوله د افغانستان د تاریخ د اوسني پړاو یوه حتمي او قطعی مرحله ده. ټول په دې اند دي چې جګړه د حل لار نه ده؛ نو چې داسې ده باید سولې ته هر کلی وویل شي او په ټولو خواوو غږ وشي چې په راتلونکي ممکنه سوله کې، د افغانستان سترې ملي ګټې او د افغانستان د خلکو اوږده رنځونه او کړاوونه په پام کې ونیسي او داسې قدمونه واخلي چې تول ګټوونکي شوي او هېڅوک د بایللو او عقدې فکر ونه کړي!

د هېواد له ټولو سیاسیونو، مدني فعالینو، قومي او مذهبي مشرانو او هېوادپاله خلکو څخه کلکه غوښتنه دا ده چې د سولې او تفاهم پړاو ته په وړو عینکو ونه ګوري، هره خبره شپږ ځلې وسنجوي، د هېواد راتلونکي ته وګوري او داسې قدمونه وانخلي چې د اویایمي لسیزې خونړي تورې او ترخې بیا ورځې تکرار شي!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *