په ګرده نړۍ کې د ماشومانو د حقونو مسئله د نړۍ د مهذبو خلکو په نا مانوسه تعبیراتو سره خورا توپیر موندلی دی، په برتانیه کې چې ماشوم ته کوم حقونه ورکول کېږي او د دغه حق لپاره کوم تعریف کېږي، د امریکا له هغې سره توپیر لري او دغه دواړه په مجموع کې د وروسته پاتې ټولنو د ماشومانو له حقونو سره عملي توپیر لري، پداسې حال کې چې د ماشومانو حقونه له یوې مخې چون عمومي بشریت دی، په پرنسیپ کې یو شان دي، مګر چاپېریالونه ښایي متفاوت اوسي، البته دغه تفاوت د حقونو په برخه کې کوم اغېز نه لري او دلته یې اغېز دادی چې تعریف کې ماشوم ماشوم دی او مشخص حقوق یې معلوم دي، خو په عمل کې دا مسئله له توپیرونو سره راروانه ده.

تر کومه چې تر کاغذ پورې محدوده ده نو، ماشومان په تعریف کې یو ډول حقوق لري؛ اما په عمل کې کېسه بل ډول روانه  ده، د بشری حقونو د فعالینو په حیث، د ماشوم د حقونو د دفاع په نامه لوړې تنخواګانې د څو خوی سرو جیبونو ته لوېږي؛ اما ګټه یې په دوربین کې هم نه ښکاري.

نښې پتې داسې دي چې، موږ په افغانستان کې د ماشوم حقونو او د هغې رعایت ته په کتو سره ویلی شو چې دلته اصلاً هماغه څوک، چې د ماشوم د حقونو غږ پورته کوي د ماشوم د حق د ورکړې پر وړاندې خنډ ګرځېدلی دی.

یو امریکایي پوځي د شپې افغان ماشومان په مرمیو وژني او بیا یې جسد ته  اور ورته کوي، مګر د بشري حقونو پر سترګو  پټۍ لګېدلي دي، خولې یې تړلي، دغه د بشریت جاني د محکمې له خوا له اعدامه راستنېږي او د قید تر عنوان لاندې خوندي کېږي، هېڅوک هېڅ غبرګون نه ښیي، برعکس د نړۍ واکداران ددې پرځای چې د ماشوم ننګه وکړي، د قاتل او جاني څخه ملاتړ کوي او په یو ساده کلیمه کې یې لیونی معرفي کوي، خو هېڅوک ورڅخه نه پوښتي چې، آیا د ترهګرۍ سره جنګ پر لیونیانو کول په کار دي؟ او کنه نه داد لیونو جنګ دی؟

ماشوم په افغاني ټولنه کې د روغتیا، تفریح، تعلیم او ازادۍ له حقونو څخه په ټوله معنی ندی برخمن شوی.

که موږ په پلازمېنه کابل کې د ماشومانو حالت ته ځېر شو، نو د بېلابېلو لاملونو له کبله په شاقه او درنو کارونو بوخت دي، سوال او ګدایي کوي، پر سړکونو بې مسوولیته ګرځي راګرځي،  د بارودو د کارونې له امله مو په سلو کې ۱۷ ماشومان شل او شوټ زیږېږي، یو شمېر کم عمره سالم ماشومان بیا د پولیو او نورو واکسینو د نه اخېستو له امله پورته شمېره ور زیاتوي او د کورنیو لوېدلی اقتصادي حالت خو یې خبره د ماشوم د حقونو له تعریفه ډېره زیاته لرې وېستې ده.

موږ په رسمیاتو کې د ماشوم په نامه ورځ نمانځو؛ اما عملاً مو د ماشومانو ورځ ډېره خرابه ده او په دغه حالت یې نه دولت کوم عکس العمل ښیي او نه هم د بشري حقونو علمبرداران.

په کراتو کراتو رسنیو د هغو جنایتونو څخه پرده پورته کړه چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ماشوم د جنسي تیریو ښکار کېږي، خو په عدلي او قضایي ارګانونو کې د ماشوم د دفاع او ورته د حق د ورکولو مور مړه شوې ده او هماغه جاني د جنایت پر سبا له زندانه آزاد او عدلي ارګانونه برئت ورکوي، چې حکیم شجاعي یې په رزګان کې ښه او رڼه بېلګه ده. که ورته وګورو، نو دې کار د یو ناوړه دود بڼه غوره کړې ده او د شتو قوانینو او تړونونو با وجود پر افغان ماشوم نړۍ سور تنور ګرځېدلې ده.

خلل چېرته دی او پړه یې پر چا ده؟

دا پوښتنه د شرایطو عیني انځور ته په کتو سره حل ده، ځکه چې خلل او لامل دواړه یې په هماغه چا پورې اړه لري، چې د ماشوم د حقونو څخه د دفاع مسوولیت او مکلفیت ور تر غاړې دی او دا لوري متعدد دي؛ اما نا معلوم ندي چې دولت، د بشري حقونو کمېسیون، لویه څارنوالي، قضا او د حقونو څارونکي او مشاورین به یې نه ویني او نه به یې شي موندلی.

وړاندیز مو دادی چې نړېوال او زموږ خپل دولت  باید د بشري کرامت لرونکې کتلې په حیث د ماشوم د حقونو په ورکړه کې د ماشوم مرسته وکړي.

که نړۍ زموږ د ماشومانو او خپلو ماشومانو ترمنځ له جاري توپیره لاس وانخلي او د هېواد دننه اړوند  لوري مو د ماشوم د حقونو ننګه خپل مکلفیت ونه بولي او پدې لاره کې عملاً او بالفعل لاس په کار نشي، نو ډېره به ګرانه وي، چې سبا له دغه ماشومانو څخه د ښېرازه افغانستان تمه وکړو او ددې نقیضې پړه به هم پر ماشومانو  نه وي،  بلکې دوی به یوازې د خپلې تورې ماضي په غیبت سره ژوند تېروي او خوشبختۍ مشبختۍ به سر خوړلی وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *