د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د ماشومانو د ادبیاتو کور د ماشومانو د ادبیاتو په برخه کې هغو کتابونو ته چې په ۱۳۹۴ کال کې چاپ شوي او غوره پېژندل شوي ول جایزې ورکړې. په دې اړه له دغه وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په یاد مناسبت غونده د چهارشنبې په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تالار کې جوړه شوې وه چې د نوموړي وزارت وزیر عبدالباري جهاني ګډونوالو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې په هیواد کې د ماشومانو د ادبیاتو د ودې او پراختیا په برخه کې د هر ډول ملاتړ او پراخې همکارۍ ژمنه وکړه. په اعلامیه کې راغلي چې د تخلیقي اثارو په برخه کې دغه جایزه د ارش ننګیال کتاب( راشئ، چې هوا وکوو!) په معلوماتي برخه کې د پروین پژواک اثر( زمین و آسمان) او د ژباړې په برخه کې د محمود مرهون اثر ( د واورو ملکه) ته ورکړل شوه. دغه جایزې هر کس ته شل زره افغانۍ وې او تر څنګ یې پر ۱۷ تنو هغو لیکوالو چې په یاده برخه کې یې لیکنې او کوششونه کړې ول ستاین لیکونه هم وویشل شول. هېره دې نه وي چې دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د ماشومانو د ادبیاتو د لیکوالو لپاره د جایزو او ستاین لیکونو د ویش ځانګړی پروګرام جوړېږي. د افغانستان د ماشومانو د ادبیاتو د کور مسوول اجمل تورمان رسنیو ته ویلي چې راتلونکي کلونه به هم دغۍ لړۍ جاري ساتي.