خبرپاڼه

تاریخ: 14 حوت ۱۳۹۳

کابل افغانستان- دغه غونډه، چي نن ماځيګر په سپېدار ماڼۍ کي د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ جوړه سوه، پکښي د ماشومانو د روزني او اصلاح مرکزونو او محبسونو د عالي شوراګانو غړو ګډون کړی و.

په ننۍ جلسه کي لومړی د هیواد په کچه د زندانونو اوسنی حالت، ستونزي او ننګوني تر بحث لاندي ونیول سوې او د ممکنه حل لارو پیدا کولو لپاره پیشنهادونه وسول.

د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي، چي د زندانونو د عالي کمېټې غړی دی وویل، چي د مناسبو توقیف ځایونو کمښت، د صحي امکاناتو لږوالی، په ولایتي کچه د زندانونو نامناسب موقعیتونه، د کافي ځای نه شتون او تشکیلاتي کمبود یې د اساسي ستونزو څخه دي.

د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کي د محابسو عمومي رئیس ننۍ جلسې ته وویل، چي د زندانیانو ورځ تر بلي زیاتېدونکي شمېرې او د امکاناتو چمتو کولو لپاره د اړیني بودجې نه شتون یې د معیارونو پوره کولو په مخ کي تر ټولو ستر خنډونه دي، خو په خبره یې، چي ښځينه زندانونه د نارینه وو، په پرتله له ښه حاله برخمن دي.

هغه همداراز وویل، چي همدا مهال په ۱۴ ولایتونو کي یا خو هیڅ زندان نسته او یا هم پر نست حساب دي، چي کلونه مخکي جوړ سوي او په هیڅ صورت د لوی تعداد زندانیانو د ژوند کولو لپاره مساعد نه دي.

بندیانو ته د حرفوي زدکړو زمینې مساعدول، دوسیو ته پر وخت رسيدګي، په محابسو کي د نشه يي توکو د استعمال مخنیوی او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی هغه موضوعات ول، چي د زندانونو د عالي شورا غړو پرې بحث وکړی.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د زندانونو د عالي شورا په غونډه کي د عامي روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو ته وظیفه وسپارل، چي – په ګډه سره بندیانو ته د روغتیايي خدماتو رسولو لپاره ترتیب سوی پروتوکول- چي پر اساس به یې په تدریجي توګه دغه مسؤلیت له عامي روغتیا وزارت څخه کورنیو چارو وزارت ته انتقالیږي عملي کړي.

هغه د ښځينه زندانونو د حالت ښه کولو او هلته د سته کوچنیانو لپاره د وړکتون جوړولو په اړه هم ذیربطو ادارو ته، د امکاناتو په چوکاټ کي، د عاجلو اقداماتو کولو امر وکړی.

اجرائیه رئیس یادي شورا ته وظیفه وسپارل، څو د هغو زندانیانو په خلاصون کي جدي اقدام وکړي، چي د بند موده یې پوره سوې، خو لا هم په زندان کي شپې سبا کوي.

د زندانونو د عالي شورا د فوق العاده غونډي ترڅنګ نن، د کوچنیانو د اصلاح او تربیې مرکزونو د عالي شورا غونډه هم وسوه، چي پکښي د یادي برخي د کارونو پر ښه کېدو بحث وسو.

د عدلیې وزارت مرستیال دې جلسې ته وویل، چي په اصلاحي مراکزو کي د استادانو کمښت، د استادانو کلنۍ رخصتۍ، په یو تعداد ولایتونو کي د اختصاصي محکمو نه شتون، د ښځينه پولیسو کمښت، په صحي برخو کي ستونزي او عدلي طب ته لږ لاسرسی هغه موارد دي، چي ددوی د کارونو د ښه تره اجرا مخه یې نیولې ده.

هغه زیاته کړه، چي ضامن نه لرل، د وکیل نیوني د حق په اړه لږ پوهاوی، زندانیانو ته د جرم نوعیت نه بیانول او یو تعداد نورو قانوني حقونو څخه نه برخمن کېدل هم د هغو ستونزو لړ جوړوي، چي حل یې په اصلاحي مرکزونو کي د تنکيو ځوانانو له راتلونکي سره مرسته کولای سي.

ددې وزارت مرستیال وړانديز وکړی، چي د ارشاد، حج و اوقاف، کار او ټولنیزو چارو، روغتیا او پوهني وزارتونه دي، د ماشومانو د اصلاح مرکزونو کي د حالت ښه کېدو لپاره د عامه پوهاوي، حرفوي زدکړو کولو، روغتیايي خدماتو ته لاسرسي او لازمي پوهي تر لاسه کولو لپاره خپل امکانات په کار واچوي.

د غونډي نورو برخوالو د حقوقي مرستو تر لاسه کول او وکیل موندنه، څارنوالانو ته د امکان تر حده له قید څخه د ماشومانو ژغورني په اړه پوهاوی ورکول، د روزنیزو پروګرامونو دایرېدل او ضمانت موندني په برخه کي د مواردو اسانتیا له پورته ذکر سوو ستونزو سره په مبارزه کي مؤثري لاري یادي کړې.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د کوچنیانو د اصلاح او روزني د عالي شورا برخوالو ته وویل، چي تنکي ځوانان د هیواد په اینده کي اساس رول لوبوي او باید دې برخه کي تر راتلونکي غونډي لازم اقدامات سر ته ورسيږي.

نوموړي زیاته کړه، چي د اصلاح او روزني مرکزونه باید له نوم سره سم، د ماشومانو په اصلاح کي مؤثر تمام سي او هغه تعداد ځوانان، چي نن هلته شپې تېروي باید د سبا جوړوونکي سي.

هغه وړاندي وویل، چي ټولي مربوطه ادارې دي په ګډه څارنوال صاحبانو ته د کوچنیانو په مقابل کي د هغوی د قانوني مسؤلیتونو د وضاحت لپاره پر مشخصو پروګرامونو کار وکړي او په دې اړه دي اجراآت شریک کړي.

اجرائیه رئیس یادونه وکړه، چي د اصلاح مراکزو ته د داخلېدونکو کوچنیانو عمر ته دي تر هرڅه وړاندي توجه وسي او هلته د سته ماشومانو دوسیې دي په معین وخت کي فیصله سي.

نوموړي ارشاد، حج و اوقاف، اطلاعاتو فرهنګ او پوهني وزارتونه مکلف کړل، څو د سته امکاناتو دننه، اصلاحي مراکزو کي د ساتل کېدونکو ماشومانو د پوهاوي سطحي لوړولو، هغوی ته د تعلیم زمینې مساعدولو او کسب زدکړي چانسونه اماده کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *