تاند، دوشنبه، د قوس ۱۸مه: ولسي جرګې د ماشومانو د حقونو په اړه تقنیني فرمان له څو کلن ځنډ وروسته د رایو په اکثریت نن تصویب کړ.

د ماشومانو د حقونو په اړه د ولسمشر ۳۶۲ ګڼه دا تقنیني فرمان په ۱۶ فصلونو او ۱۰۸ ماد کې نن د ښځو د حقونو کمېسیون د جرګې عمومي مجلس ته وړاندې کړ.

 په دغه فرمان نن هم لانجه وشوه او د تقنین کمېټې مشر نذیر احمد حنفي وویل، په دې قانون کې د ماشوم د عمر تعین اسلامي نه دی او که تعدیل په کې رانه شي مجلس به تحریم کړي: (( د دې قانون په یوه ماده کې ماشوم تر ۱۸ کلنۍ کم عمره کس بلل شوی، خو په قران او حدیثو کې ماشوم هغه دی چې د بلوغ نښې په کې نه ښکاري.))

 نوموړي ټینګار وکړ چې د ماشومانو د حقونو د تقنیني فرمان دا ماده د اساسي قانون خلاف ده اوو باید چې د بلوغ علایم په قانون کې ذکر شي.

خو عبدالقیوم سجادي بیا وویل، په دې د تقنین کمېټې په دې قانون کې د مصوونیت او شرعي تکلیف بحثونه مختلط کړي دي او دا قانون د اسلام له نظره هیڅ ستونزه نه لري.

  په همدې حال کې د ښځو د حقونو کمېسیون مشرې ناهید فرید هم وویل، چې په قانون کې د ماشوم د عمر ذکر په امنیتي لیکو کې د هغوی د جذب د مخنیوي لپاره شوی دی او کومه ستونزه نه لري.

 بالاخره په جلسه کې ناستو ۱۰ نه تر ۱۵ پورې وکیلانو د جرګې د نصاب د ماتولو په خاطر جلسه ترک کړه، خو بیا هم ۱۴۶ وکیلانو دا قانون تایید کړ او یوازې ۳ سره کارتونه یې هم پر ضد جګ شول.

 د یادونې ده چې د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب قانون له کلونو راهیسې په ولسي جرګه کې د سن په برخه کې د ستونزو له کبله پروت و او تر اوسه تصویبېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *