د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) او د افغانستان کرکټ بورډ اداره په ګډه د ماشومانو د حقونو لپاره هلې ځلې کوي

 کابل د ۲۰۱۳ سیپتمبر ۹مه:- افغانستان کرکټ بورډ او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف)  په افغانستان کې د ماشومانو حقونو پرمختیا په موخه ګډ هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې د پولیو پر مخنیوي او په سواد زده کړې تمرکز کیږي. ددې ګډې همکارۍ له مخې به د افغانستان کرکټ بورډ اداره او یونیسف د پولیو واکسین او د سواد زده کړې حقونو اهمیت په اړه د پوهاوي په موخه ګډ کمپاین او نوښتونه په لاره اچوي.

ډاکتر نور محمد مراد، دافغانستان کرکټ بورډ اجراییوی مشر  داسی ووییل: د کرکټ لوبغاړي د افغان زلمیانو او دهغوی د کورنیو ترمنځ د ستورو ارزښت لري.  دوی د مهمو مسایلو لکه د پولیو مخنیوی، روغتیا ساتنې او ددې هیواد ماشومانو لپاره سواد په هکله د پوهاوي ورکړې په ډګر کې د اهمیت وړ څیرې دي. د افغانستان کرکټ بورډ اداره دغه همکاري یوه لویه لاسته راوړنه بولي. زه ډاډ لرم چې موږ (د افغانستان کرکټ بورډ اداره او یونیسف) به په ګډه سره د یوه غوره بدلون په راوستلو کې تر ډیره بریده بریالي واوسو.

پیتر کرولی په افغانستان کی د یونیسف استازی داسی وایي: په افغانستان کې د ماشومانو له حقونو څخه د ډاډګیرنې ترلاسه کول زموږ مسئولیت دی. موږ ټول ددې لپاره چې د ماشومانو له خوندیتوب او با کیفیته روغتیایي خدمتونو ته د دوی له لاسرسي څخه ډاډګیرنه ترلاسه کړو، ګډ کار ته اړتیا لرو. دا یو اړین اصل دی څو موږ د هیواد په کچه د ماشومتوب په پړاو کې د پولیو پر وړاندې د ماشومانو مقاومت ووینو. کرکټ او د کرکټ لوبغاړي د ماشومانو حقونو پرمختیا په موخه د اساسي پوهاوې په برخه کې د پولیو مخنیوي په شمول، بنسټیز رول لوبولی شي.

  افغانستان پاکستان او نایجریا هغه دری هیوادونه دی چی لا تراوسه د ګوزڼ ناروغي پکې شتون لري. ددی په لپاره چی ګوزڼ د تل لپاره  په افغانستان کی له منځه لاړ شي، یوځینۍ لاره یی د هیواد په هر ګوټ کی ماشونه ته په متواتره بڼه د پولیو واکسین ورکول دي. د پولیو واکسین ته د هر ماشوم لاسرسی او هغه ته هر ځلی د پولیو د واکسین دوه څاڅکو ورکول او ولسونو ته د پولیو د واکسین ارزښت  په اړه د معلوماتو ورکړه ددې وژونکې ناروغۍ څخه د درملنې یواځینۍ لاره ده .

دغه هوکړه لیک چې نن د دواړو لوریو ترمنځ لاسلیک شو، یوه غیر مالي هوکړه ده چې  د ۲۰۱۴ کال د ډسیمبر د میاشتی تر ۳۱ می پوری د اعتبار وړ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *