جلال اباد(ح – معروف ) د ننګرهار د حصارک غلجايي ولسوالۍ خلک وايي، په دغه ولسوالۍ کې د ماشومانو په ګډون ۴ ولسي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
په وژل شوو کې دوه نجونې، یو سړی او یو هلک شامل دي او په ټپیانو کې څلور نجونې او دوه تنکي ماشومان دي.
مرګ ژوبله هغه مهال رامنځ ته شوه چې د وسله والو طالبانو توغول شوي هاوانونه په ظریف خیلو او ملایانو کلیو کې د خلکو په کورونو را پریوتل.
خو د کوزو ناصر خیلو په کلي کې یو ولسي وګړی د خپل کور مخې ته د طالبانو په هوايي ډزو وژل شوی دی. یوه کس چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې وژل شوي او ټپیان د دریو کورنیو غړي دي. دارنګه دغه سرچینه وايي چې هم طالبان او هم حکومتي ځواکونه پرته له دې چې د ولسي وګړو ژوند ته پام وکړي، پر یو بل د هاوانونو ډزې کوي او د سمیې خلکو ته یې ژوند ډیر سخت کړی دی. د ننګرهارد والي دفتر رسنیو ته وویل د حصارک ولسوالۍ پر ودانۍ یو توغول شوی توغندی وړمه شپه پریوه کورلویدلی، یو ملکي وګړی یې وژلی او یو بل یې له دوو ښځوسره ټپي کړی دی. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د سیمې خلک وايي چې له تیر یوه کال راهیسې دغې ولسوالۍ ته سلګونه وسله وال ورټول شوي او د خلکو ژوند جګړو ډیر تریخ کړی دی. د سیمې خلک وايي، داسې ورځ يې نه ده لیدلې چې په دې ولسوالۍ کې جګړه نه وي. د خلکو په وینا د جګړو د ویرې له امله سلګونه کسان له دغې ولسوالۍ نه کډه شوې دي.
په دې ولسوالۍ کې اوس د جګړو له امله یو شمیر مکتبونه هم په ځینو سیمو کې تړل شوي دي او شاګردان یې بې سرنوشته ګرځي. د سیمې خلک له امنیتي چارواکو جدي غوښتنه کوي چې په ولسوالۍ کې د ناامنیو مخه ونیسي. نژدې یوه میاشت وړاندې د دغې ولسوالۍ ولسوال ویلي و، چې له ډیر وخت راهیسې یې ولسوالۍ سلګونو وسله والو طالبانو محاصره کړې ده. داسې هم ویل کیږي، که دغه ولسوالۍ سقوط وکړي، لرې به نه وي چې طالبان د کابل- جلال اباد پر لویه لارې له همدغې ولسوالې ولکه ټینګه کړي او پر کابل لاړه وتړي. د حصارک ولسوالي د جلال اباد جنوب لویدیځ ته په ۸۰ کیلومترۍ کې پرته ده.
د ننګرهار خلک که ځان ته غیرتي وایي نو همدا مړي د هم سړکونو ته راوړي او د طالب د ظلم خلاف د آواز پورته کړي، او که نه نو بیا د ننګرهار خلک بې غیرته او د پاکستان ډول ته ګډونکي خلک دي، او دا پیغام مې خاصأ د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته دۍ چې مشهر په نمک حرامو دي (هغه ځکه چې د دولت په پیسو په لیلیه کې اوسي، برق څخه یې استفاده کوي په مفته، په مفته ډودۍ یې خوري، او په مفته تحصیل کوي خو بیا خبرې هم د دولت خلاف کوي) نو همدا نن ورځ ده چې وښیئ چې نمک حرام نه بلکه ریښتیا ویونکي یاستۍ.. دی ته وایی د نمک حرامۍ امتحان
هی وروڼو طالبان د کومه شول ټول غله او لوټماران دی د کرزی حکومت په دی ۱۳ کالو کی ټولی مرستی چی له بهره راتلی وخوړل او دوی چی د طالب په نوم جنګیږی په دی ډول ولس له منځه وړی او خپله ګټه پکی لټوی یعنی د هر هاوان او مرمی په بدله کی د پاکستان له آی اس آی څخه پیسی تر لاسه کوی بیا چی کله خبره وشی نو چیرته یی یو منشی په جعلی نوم کینولی دی (ذبیح الله مجاهد) او بیا ددغه غلو له طرفه ویندویی کوی خدای مو خونه ورانه کړه اوس ووایی کنه چی دغه عام ولس مو شهیدان کړی دی چی دا کار مونږ کړی دی ولی بیا دغه غل ذبیح الله پټه خوله دی؟ او نه وایی چی زمونږ په هاوانونو کی ولسی خلک شهیدان شوی دی خدای شته چی دا ټول خرڅ شوی خلک دی، د دوی څه خلک په خپله خوښه د آی اس آی مزدوری کوی او څه نور یی کورنی د ای اس ای سره په پاکستان کی ګرو دی او خپله د دغو وران کاریو لپاره لیږی
حمیدالله د کفارو غلامی کوی او داسی بد ردو ته دی مخه کڑی ده مجاهدین ڈیر پاک خلک دی او دا په تا کی د منافق علامه ده ایمان دی صفر کی ضرب دی که ته هر سومره په خوله نعری ووهی چه زه مسلمان یم خو حالانکه ته به کلمه هم وایی
عمر، منافق ته یې چې تر اوسه پښتو په اردو تورو لیکې. لږ شرم په کار دی، دا د پاکستان د جاسوسي کړیو له منګولو نه ځانونه خلاص کړئ.