له ماشومتوبه مې له ليکنو سره مينه درلوده، په تېره بیا له هغو ليکنو سره چې د مجلې په پاڼوکې به خپرې شوې وې.
هغه وخت انترنيټ نه و، د ليکنو يوازينۍ لار مجلې وې چې د ليکوالو ليکنې به يې تر موږ پورې رارسولې .
هغه مهال د کليد، مرسل مجلې چې د يوې ګڼې بیه يې پنځه افغانۍ وه ، په ډېره مينه مې اخيستې او خپله تنده مې پرې ماتوله.
يو وخت دغزني ښار ته راغلم د ښکلا مجله په کتاب پلورنځي کې ايښې وه، راپورته مې کړه پوښتۍ يې ښکلې وه، د کليد په څېر مې د دې مجلې قېمت هم پنځه افغانۍ ټاکلی و.
کتاب پلورونکي راته وويل چې د دې مجلې قېمت ۲۰ افغانۍ ده ، ما سره همدومره پیسې نه وې مجله مې پرېښوده .
همدغه فکر به راسره مل و، چې دغه کسان به څه ډول کسان وي؟ چې د دوی مطالب په مجلو کې خپرېږي؟
ترډېر بريده راته د مجلو او اخبارونو معيار لوړ ښکارېده ، له ما سره همدا فکر و چې ليکوالي او شاعري به هم د لوړ معيا ر پربسنټ وي.
خو کله چې له ليکوالو سره اشنا شوم ، شاعران مې وپېژندل، د ډېرو شعرونه او ليکنې مې ولوستې خو داسې څه مې پيدا نه کړل چې زما د ماشومتوب د پوښتنې ځواب وي.
وخت ناوخته څه وليکم ډېر پرې ستړی شم ، خو چې تر پايه يې ولولم نو هيڅ ونه مومم .
ليکنه بېرته له منځه يوسم، خبره مې تر دې رایاده کړه، چې ډېری زما په څېر کسان شته چې د ليکوالي له اصولو او معيارونو سره هيڅ بلد نه وي، خو بیا هم دوی غواړي چې د ليکنو او شعرونو ټولګه ولري.
د اراواښاد صديق پسرلي خبره ده چې ويل يې کمزوری ليکوال مو ذهن خرابوي.
نه غواړم پرچا نيوکه وکړم، خو دومره باید په جرات ووايو چې د ليکنې چوکاټ (اسکليټ) همدارنګه املا ته خپل پام واړوه .
تر څو مو ليکنه لوستونکي پيدا کړي.
بريالی ليکوال هغه څوک دی چې خپل ټول پام خپلې ليکنې او د کلام عفت ته پام واوړوي، د خپل فکر په مراندويو څه پيدا او تر مو ږ يې راورسوي.
کاشکې اوس هم ماشوم وای، هغه مجلې، اخبارونه مې لوستلای چې ماته ډېر لوړښکارېده، داسې مې انګېرله چې دغه ډول ليکنې به يو، يو څوک کولای شي.
د مجلو او اخبارونو والا به ورته واسطې کوي او ليکنه به ترې غواړي، خو اوس هر څه سر چپه دي.
د ماشومتوب عحيبه خاطرې دي.