ارشیف/ پخوانی عکس

ماشوم په نازکه ژبه سهار د چای پر مهال له نیکه سره په خبرو و، نیکه ته یې ویل چې په ټولګی کې لومړی نمره شوی دی، نیکه یې په دې لاسته راوړنه سخت خوښ شو. له هغه سره یې د هغه د بریا په بدل کې د ډالۍ ژمنه وکړه.

ماشوم د جمعې په ورځ تر لوبو کولو وروسته له اکا سره روغتون ته ځې، د دوه درې ډوله ټابلیټونو نومونه یې هم زده کړي، کله د کلینک مخي ته لوبې کوي، کله بیا له اکا سره په کار بوخت وي. د جمعې ورځ یې ځکه ورته رنګینه وي، چې د کلینک تر څنګ یې د بل هټيوال له ماشومانو سره ساعت تېر وي.

نن د جمعې ورځ په ماشوم ځکه نه تېرېږي چې نیکه یې ورسره د ډالۍ ژمنه کړې او هغه به ورته ماښام رسي، نصیب بله پریکړه کړې ده، دا افغانستان دی، دلته ماشوم ته د تولګی د لومړي مقام په بدل کې درد ورکول کېږي.

د کلینک مخي ته چاودنه وشوه، عبدالله سخت پکې ژوبل شو، کلینک پکې وران شو، خلک پکې ووژل شوو، عبدالله ته نصیب یوه بله موقع د ژوند هم ورکړه، نازکه پښه یې غوټه پرې شوه.

عبدالله ته نیکه ډالۍ نه وه ور وړې چې دهغه د ژوبل کېدو خبر شو، ډالۍ یې هیره شوه، دا ددې زورېدلي، او کړېدلې ولس د دردونه یوه ده، ماشوم چې اول نمره شي، نو یې په بدل کې پښه ورځني قرباني شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *