د ماشومانو د جګړې د پای ته رسولو تر ټولو ښه لار د هغوی بیلول دی. وروسته له دې چې هغوی مو یو له بل څخه بیل کړل، پینځه دقیقې یې بیل وساتئ، وروسته له هغې یې پریږدئ چې بیرته خپلو لوبو ته وروګرځي یا هم بل کار تر سره کړي.
۱- کله چې د ماشومانو په مینځ کې لفظي جګړه یا د نظر اختلاف رامینځ ته کیږي، د شونتیا تر بریده هغوی په خپل حال پریږدئ، او تاسو دخالت مه کوئ، د میندو او پلرونو د خالت، د دې لامل ګرځي چې ماشومان د هغوی د پلوي د خپلولو او د ځان د سپیناوي لپاره نوی جګړه پیل کړي. دا جنګونه ډير کله له دواړو لورو وي، کله کله خو هغه ماشوم چې ډير عاجز او مظلوم ښکاري کیدای شي د جګړې پیلوونکی او ملامت وي. هان وړوکی ماشوم هم پوهیږي چې څنګه له ځانه لوی ماشوم د جګړې په لومه کې ونښلوي.
۲- که د جګړې له امله یو ماشوم زیان وویني نو ښایي چې مخنیوی یې وشي، که دا زیان ناڅاپي او په غلطۍ کې هم وي، مه پریږدئ چې جګړه د نورو زیانونو لامل شي. ماشومان باید زده کړي چې کورنۍ جګړې او فزیکي برخورد له ځانه حد او اوصول لري. له ځانه وپوښتئ چې غواړئ څوک مو ماشوم ته زیان ورسوي؟ که ځواب مو نه وي، نو د جګړې مخنیوی وکړئ!
۳- کله چې جګړه ستاسو په دخالت پای ته ورسیده، د پيښې نور بازخواست مه کوئ! د جګړې د پیلوونکي، ګرم او اصلي لامل په اړه پوښتنې مه کوئ! که په دې برخه کې منځګړیتوب وکړئ، ماشومان د دې په ځای چې ستونزه په خپله حل کړي، عادت کوي چې د ستونزو او اختلافاتو د پای ته رسولو لپاره د مور او پلار په تمه پاتې شي.
۴- د ماشومان د جګړې د پای ته رسولو تر ټولو ښه لار د هغوی بیلول دی. وروسته له دې چې هغوی مو یو له بل څخه بیل کړل، پینځه دقیقې یې بیل وساتئ، وروسته له هغې یې پریږدئ چې بیرته خپلو لوبو ته وروګرځي یا هم بل کار تر سره کړي. که د جګړې لامل د لوبو توکي وي، د نظر وړ توکی د یوې ورځې لپاره له هغوی نه واخلئ، یا له هغوی نه وغواړئ چې د لوبولو لپاره یې یو مناسبه لاره پيدا کړي.
۵-که مو ماشومان نه شي کولی په کرارۍ سره لوبې وکړي او دلوبو په وخت کې کور ګډوډوي، هغوی ته وروښیئ چې په کرارۍ سره لوبې وکړي. ځینې ماشومان له خپلو همزولونه ډير تکړه او فعاله وي، او که یو له بل سره غیږې نیسي نو ښایي چې یویې زیان وویني، د دې خطر احتمال له هغو ستونزو سره چې د لوبو د نه کولو له امله یې ماشومان ویني پرتله کړئ.
۶- د حدونو، اوصولو او مقرراتو په ټاکلو کې مو خپله خبره روښانه او دقیقه بیان کړئ، که ستاسو خبره روښانه نه وي نو له ستونزې سره به مخ شۍ. د چلند او کلماتو په کارولو کې له هغوی سره مرسته وکړئ او د لفظي ټوکو او فیزیکي برخوردونو او جګړو په برخه کې ورته پولې او حدونه وټاکئ، البته دا تمه مه لرئ چې دوی به تل په لار وي او ستاسو په خبرو او لارښوونو به عمل کوي.
۷- خپلو ماشومانو ته ورزده کړئ چې خپله ځواک او انرژي په سالمه توګه وکاروي ماشومان کله کله د خپل زور د ښکارولو لپاره یو له بل سره په جګړه او لاس اچولو پیل کوي، ځکه هغوی د خپل زور او ځواک د مصرف لپاره بله لار نه پیژني. ښایي چې هغوی ته وروښودل شي چې په ځینې فعالیتونه لکه منډې وهل په زینو کې ښکته پورته تلل، په انګړ کې لوبې کول او ځینې نورې سپورتي لوبې چې نورو ته زیان نه رسوي، ځان آرام کړي. که اړیاست چې په کوټه کې پاتې شئ نو هغه ته اجازه ورکړئ چې په بالښت یا کوم بل نرم شي باندې سوکان ووهي.
۸- که ماشومان مو تل په جګړه او ناندریو بوخت دي، د هغوی کړه وړه او حرکات په ځیر سره وڅارئ، ښایي پام مو شي چې د دې وړو وړو شخړو سره سره د هغوی تر منځ ډیرې ښې اړیکې شتون لري. د هغو شیبو په تمه اوسئ چې یو له بل سره ملګري دي، او د دې ملګرتیا او یو ځای لوبو علت پیدا کړئ. له لږ مودې وروسته کولی شئ چې بیلابیل لاملونه پیدا کړئ او ستونزه په آسانۍ سره حل کړئ. کله د ماشومانو ناندرۍ د مور او پلار د پام اړولو لپاره وي، اړینه ده چې دې ټکي ته پام وشي.
۹- که دې ټکو ته په پام سره مو ماشومان بیا هم په ناندریو او جګړه ولیدل، ښه ده چې په دې اړه مو له دوستانو سره مشوره وکړئ، د خپل چلند په اړه مو فکر وکړئ. که د کار ستومانتیا له ځان سره کور ته وړی او د کور له غړو سره په تروه ټنډه چلند کوئ، نو په خپل چلند کې بدلون راولئ، ماشومان د مشرانو کړه وړه د ځان لپاره ښه بیلګه بولي اود هغوی پيښې کوي، که په خپل وچ او ناوړه چلند سره خپل د ژوند ملګري/ ملګرې او ماشومانو ته ستونزه جوړوئ، ښايي چې د کورنۍ د نیکمرغۍ په اړه فکر وکړئ او خپل چلند سم کړئ.