ليکنه؛ عبدالحميد هڅاند||
د کتاب د شا پر پښتۍ باید په یو پراګراف کې ولیکل شي چې موضوع یې څه ده. دا پراګراف له هغه کسانو سره د کتاب په انتخاب کې مرسته کوي چې د کتاب په اړه مالومات نه لري. دغه ته «مالوماتي پراګراف» ویل کېږي. کتاب نه لباس دی او نه بل توکی چې له رنګ او ډیزاین څخه یې یو څوک پوه شي چې پر ذوق یې برابر دی که نه.
هر انګلېسي کتاب چې ما پېرلی، د همدغه لنډ پراګراف د مالوماتو له مخې مې پرېکړه کړې ده. خو اکثریت پښتو کتابونه بیا دا مالومات نه لري. د کتاب له نوم څخه به اټکل کوې چې په منځ کې به یې څه وي. مالوماتي پراګراف پر فیلمونو هم لیکلی وي. دا داسې مالومات نه دي چې له لوستلو وروسته یې ممکن د کتاب منځپانګه، کیسه، داستان خوند کم شي. دا پراګراف عموما د کتاب لیکوال او یا داسې کس لیکي چې کتاب یې په پوره پام لوستی وي او پوهېږي چې څنګه یو ښه مالوماتي پراګراف ولیکي.
یو کس چې کتابتون ته ځي، ضرور نه ده چې واردمخه دې انتخاب ولري. داسې کسان کم نه دي چې په کتابتون کې کتابونه ګوري او همالته انتخاب کوي. د مالوماتي پراګراف شتون له دغه کسانو سره د انتخاب په اسانتیا کې زیاته مرسته کوي. د دې ترڅنګ، د کتاب کاروبار په ښه کولو کې هم رول لري. دا ځکه چې، که یو کس په اسانۍ د کتاب د موضوع په اړه پوه شي، ممکن د دوه پر ځای درې کتابونه وپېري.
ځینې کتابونه سریزه لري، هلته پر منځپانګه خبرې شوې وي. دا ښه ټکی دی. مګر، یو کس باید پوره سریزه ووایي څو پوه شي کتاب واخلي که نه. اکثریت کتابونو په سریزه کې د موضوع په اړه څه نه وي لیکل شوي بلکې د لیکوال پر زحمت خبرې شوې وي. پر خلکو یې منت او احسان پکې کړی وي. یا دا چې د لیکوال و ژباړن د کار و شخصیت ستاینه وي پکې.
تېره ورځ مې کتابونه اخیستل، مجبور وم له شاوخوا خلکو پوښتنه وکړم چې اا وروره! دا کتاب خو به دې نه وي ویلی؟ د دغه کتاب موضوع څشی ده؟ امکان یې زیات دی چې تقریبا ټولو به په زړه کې راباندې خندلې لا وي.