لیکوال: همایون خان

ژباړونکی: ضیأالله اختر‎

د سیاسي کړکېچ دوام په افغانستان کې اقتصادي او مالي سکټور اغېزمن کړی، همدارنګه په هېواد کې د اقتصادي بحران او مسلکي پرسونل نشتون د بهرنیو مرستو په غېرمسلکي ډول اداره کولو ته لاره هواره کړې چې د اداري فساد له سترو لاملونو څخه ګڼلکېږي. که څه هم د تېرې یوې نیمې لسیزې څخه افغان دولت د فساد سره په مبارزه او جنګ ځپلو ودانیو په بیارغونې کې د پام وړ لاسته راوړنې لري خو بیا هم د بهرنیو مالي مرستو لپاره سم مدیریت ته جدي اړتیا ده.

د ۲۰۱۸ م کال کې د شفافیت نړیوالې ادارې لخوا د نړۍ د لږو فاسدو هېوادونو درجه بندۍ ته په کتو افغانستان ۱۷۲ ځای یانې ۱۷۵ هېوادونو کې افغانستان دریم زیات فاسد هېواد وو. په ۲۰۰۵ م کال افغانستان د لږو فاسدو هېوادونو په لېست کې  د هر وخت نه ټیټ مقام ۱۱۷ او په ۲۰۱۱ م کال تر هر وخت څخه لوړ (۱۸۰) ځای درلود. د ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې په نړیواله کچه د لږو فاسدو هېوادونو تر منځ په اوسط ډول ۱۶۹،۶۲ ‍‍‍درجه کې وجود درلود.

د امریکا متحده ایالتونو دوه نړیوالې څارونکې ادارې چې یو له هغوې څخه  د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ملګرو ایالتونو د څار اداره (سیګار) ده په دې موخه را منځته شوې چې تر څو افغانستان د جنګ ځپلو تاسیساتو د بیا رغونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو او نورو هېوادونو څخه په سلګونه میلیونه ډالره کومې مرستې تر لاسه کوي تر څار لاندې ونیسي. د سیګار څېړنو د امریکایې مامورینو هغه هڅې په ډاګه کړې چې کوښښ یې کاوه د افغان دولت د کمزوري مالي اجرأتو په اړه مالومات پټ وساتي. د نوموړې ادارې د ادعاوو په تړاو چې افغانستان د روانې امنیتې وضعې په باب د باور وړ نه دی. 

د نوموړې موضوع په تړاو د څارونکو لخوا تثبیت شوې پېښې د سیګار لخوا په خپور شوي خبر کې په وضاحت سره بیان شوي. موندنو له داسې یو هېواد سره په دومره لوړ مقدار مرستو د دوام په باب چې په پراخه اندازه پکې فساد وجود ولري پوښتنې راپورته کړي. د غیر مسلکي کارمندانو لخوا د مالیاتو ناسم مدیریت په هېواد کې اداري فساد ته لاره هواره کړې، په اقتصاد وزارت کې د نامسلکي کارمندانو د شتون په اساس نوموړی وزارت نورو وزارتونو ته د مالیاتو په هغه وېش په اداره او تنظیم  کې پاتې راغلي چې هغوې یې د دولتي پلان په خلاف مصرفوي.

 غزني او کندهار ولایتونو کې د برق رسونې هغه پروژه چې د متحده ایالتونو د مرستې پر بنسټ پر مخ تلله وتړل شوه، مایک په يوه لیکلي اعلامیه کې ویليدا چې افغان دولت په شفافه توګه د متحده ایالتونو د مالي منابعو څخه د ګټې اخېستنې وړتیا نه لري نو نوموړې پروژې سرته رسېدل به پرته د امریکا لخوا د مقرر شوې بودیجې صورت نيسي″.

افغانستان ته د بهرنیو مرستو دوام پرته له کورني-مالي ادارې او  تنظیم څخه داسې مثال لري لکه یوه تازه فارغ اتحصیل ته د یوه شرکت سرپرستي ورسپارل،  په دې اساس لازمه ده چې نړیواله ټولنه او امریکا افغانستان د لسیزو جګړو د یو ښکار هېواد په کې د روانې لوبې په اصلي اړخ ځان خبر کړي. 

نیپوټیزم (واسطه ګیري) یو له هغه خڼډونو څخه دی چې د ضرورت مطابق پیسو استعمال مخه نيسي  او فساد ته لاره هواروي، د یو وزارت لخوا کلیو ته د پاکو اوبو رسونې پروژې عملي کول هغه وخت امکان لري چې خصوصې شرکتونه د سیمې د مافیایي کړیو سره اړیکې ولري چې معمولا‍‍‍‍  د پارلمان غړي، ولسوالان او او امنیتي قوماندانان یې ځانته د قراردادونو په توګه نیسي، کله چې د واک خاوندان په پروژه کې د برخې اخیستنې په دغه سیالۍ کې پاتې راشي بیا خپله خیالي برخه په جبر او زورزیاتي اخلي.

د وزارت د مالي همکارانو تجهیزات هغه مهال د مافیایي کړیو  لخوا د هغوي د صلاحیت او نفوذ لاندې سیمو کې د سوځیدو او یا ورکیدو له خطر سره مخامخ کیږي چې ورته رشوت نه وي ورکړل شوی. 

ښاري پراختیا وزارت د دولت د یو مهم غضو په توګه د هیواد ۴۰۰۰۰ کلیو کې د۳۵۰۰۰ کلیو په بیارغونې پروسه کې ونډه لري، نوموړې پروسه کې ۷۰٪ افغانانو ته مهم تعمیراتي لوازم لکه:مکتبونه، کلینیکونه، سرکونه، پلونه، آبي کاریزونه، د ښځو تمریناتي مرکزونه او د سولري بریښنا اسانتیاوې د خلکو د ګټې اخیستنې لپاره وړاندې شوې.

د مالي کریډیټ د لاسته راوړلو لپاره فاسد سیاستمدارانو د هر ډول لارو څخه په استفادې هڅه کړې د هغه خلکو سره د مرستو لاره وتړي چې په حقیقي ماناوو ورته اړتیا لري. په هیواد کې روان سیاسي کړکېچ د اداري فساد د ډېرېدو لپاره د یو مهم عنصر په توګه کارول کېږي، د مالیاتو د کنترول مسؤلینو ته باید مرکزي دولت په یو مناسب مالي تنظیم او پرمختیایې لارو چارو رامنځته کولو سره ډاډ ورکړي له دې سره سره د بودیجو څخه ناوړه ګټه اخستنې او ضایع کېدو د مخنیوې لپاره د پام وړ مالي پوهې ته اړتیا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *