تاند- د مالیزیا د هوايي شرکت د بوینګ الوتکې له بې درکه کېدو وروسته د هغې په اړه د ګومانونو او اوازو د خپرېدو په لړ کې په ټولنیزو رسنیو کې دا عکس هم خپور شو او ورته لیکل شوي و:«د الوتکې مسافرو تاسو په سمندرونو کې مزې کوئ خو دنیاوال ستاسو د موندلو لپاره پر هلوځلو ستړي شول.»
په ټولنیزو شبکو کې د دغه عکس له خپرېدو او په پراخه پیمانه د هغه له منعکس کېدو وروسته د بې درکه شویو کسانو خپلوانو پر دې عکس او پر هغه باندې پر تبصرو خواشیني وښوده.
هغوی وویل:« په داسي حال کې چې موږ شپه او ورځ په ځان یوه کړې او هرې رسنۍ ته مراجعه کوو چې ګوندي د خپلو عزیزانو په اړه به زېری واورو، ځیني کسان زموږ سره د خواخوږۍ په ځای ملنډې وهي.»
د مالیزیا حکومت د الوتکې د موندلو لپاره له پرمختللې تکنالوژۍ رانیولې تر فالبینانو پوري هرې وسیلې ته لاس اچولی څو الوتکه ومومي خو تراوسه د الوتکې هیڅ څرک نه لکېږي.