تاند- د مالیزیا د مسافر وړونکې الوتکې د موندلو لپاره له هیلي کوپترو، الوتکو، پوځ، لامبوزنو … او ګڼو نورو لارو څخه کار واخیستل شو خو الوتکه لا هم نه ده موندل شوې.
د مالیزیا حکومت د دې الوتکې، چې ۲۳۹ تنه پکې سپاره ول، د موندلو لپاره کوډګرو/جادو ګرو ته پناه وړې چې ګوندي دوی یې په چوف و پوف پیدا کړي.
نړیوالې رسنۍ د مالیزیايي رسنیو په قول وايي چې د مالیزیا چارواکو د کوالالمپور نړیوال هوايي ډګر ته یو مشهور کوډګر او فالبین (ابراهیم مات زان) وربللی و او نوموړي مختلف حدسونه ووهل.
د مالیزیا رسنیو او خلکو په ټولنیزو رسنیو کې د کوډګر پر اټکلونو ملنډې ووهلې او ډېرو وغندلې.
مالیزیایانو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې حکومت ته پکار ده چې په کوډګرو د اتکا پر ځای د الوتکې د موندلو لپاره جدي لارې خپلې کړي.
ځینو امریکايي رسنیو ویلي چې ممکن دا الوتکه پاکستان ته تښتول شوې وي.