تاند- د مالیزیا هوايي شرکت «اییرایشیا» نن وویل چې یوه الوتکه یې د اندونیزیا او سینګاپور په لاره کې بې درکه شوې ده.

د دغه هوايي شرکت په وینا د دې الوتکې، چې ۱۶۲ تنه پکې سپاره ول، د موندلو لپاره هلې ځلې پیل شوي دي.

دا په روان میلادي کال کې د مالیزیا د الوتکو لپاره درېمه بده پېښه ده.

له دې اییربس A320-200 الوتکې سره د جاواټاپو په ختیځ کې د سرابایا په هوايي ډګر کې د هوايي ترافیک د ادارې تماس یو ساعت وروسته له دې غوڅ شو چې نن سهار پنځه بجې او ۲۰ دقیقې له اندونیزیا څخه د سینګاپور په لور والوته.

ټاکل شوې وه چې الوتکه په اته بجې او دېرش دقیقې سینګاپور ته ورسېږي.

څو شېبې مخکې تر دې چې الوتکه بې درکه شي او د هوايي ترافیک له کنټرول سره یې اړیکې پرې شي، پېلوټ په جاکارتا کې له هوايي ترافیکه د الوتکې د کښېنولو غوښتنه وکړه ځکه چې هوا خرابه وه.

د مالیزیا هوايي شرکت اییرایشیا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د الوتکې په سپرلیو کې ۱۵۶ تنه اندونیزیایان، درې تنه د جنوبي کوریا، یو د سینګاپور، یو مالیزیايي او یو فرانسوی دي.

دغه راز په سپرلیو کې ۱۳۸ تنه لویان، ۱۶ کوچنیان، دوه پېلوټان او ۵ عمله شامله ده.

اندونیزیا د خپل هوايي ځواک دوې الوتکې د غورځېدلي مالیزیايي الوتکې د موندلو لپاره ګومارلي دي.

د اندونیزیا د هوايي ځواک ویندوی وویل، د پېښې د ځای په شاوخوا کې سمندر دی او اسمان یې هم ورېځو پوښلی دی. تر دې مخکې سږ کال په مارچ کې د مالیزیا یوه مسافري الوتکه چپه داسي حال کې چې د دغه هیواد له پلازمېنې کوالالمپور څخه بیجنګ ته روانه وه، بې درکه شوه.  دا الوتکه له ۲۳۹ سپرلیو سره لا هم نه دی موندل شوې.

 سږ کال دوبی ( جولای میاشت) د اوکراین په جنوب کې د مالیزیا د هوايي شرکت یوه الوتکه اوکرایني بېلتون غوښتونکو وویشته چې په نتیجه کې یې ۲۹۸ تنه سپرلي ووژل شوه.

2 thoughts on “د مالیزیا د هوايي شرکت الوتکه له ۱۶۲ سپرلیو سره بې درکه شوه”
  1. گرانه دا ده اندونزیا الوتکه ورکه شوی نه د مالیزیا راپور مو اصلاح کری او عکس د الوتکی هم‌بدل کری کولای شی د گوگول نه واخلی د ایر ایشیا ایرلاین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *