تاند- د مالیزیا د ملي هوايي شرکت یوه مسافري الوتکه نن په سمندر کې ولوېده او په نتیجه کې یې ۲۳۹ تنه سپرلي ووژل شوه.

د خبري اژانسونو د راپورونو له مخې دا الوتکه، چې له مالیزیا څخه بېچنګ ته روانه وه، د ویتنام  تهوچو ټاپو ته نژدې د سمندر په اوبو کې وغورځېده.

د ویتنام سمندري ځواکونو پېښه سمدستي تایید کړه، ویې ویل چې ګومان نه کوي د الوتکې کومه سپرلي ژوندۍ پاتې شوې وي.

ویل شوي چې په دې الوتکه کې د ۱۳ هیوادونو اتباع سپاره ول خو لوی اکثریت یې یعني ۱۶۰ تنه چینایان ښودل شوي دي.

د مالیزیا هوايي شرکت وايي چې د دوی په بوینګ ۷۷۷ مسافري الوتکه کې د دوو نوزېږو ماشومانو په ګډون ۲۲۷ سپرلۍ او ۱۲ عمله سپره وه.

الوتکې له الوتنې دوه ساعته وروسته د هوايي ترافیک له کنټرول سره اړیکې پرې شوې.

د مالیزیا هوايي شرکت د نړۍ یو مهم هوايي شرکت دی چې د ورځې پکې ۳۷ زره مسافر د نړۍ د مختلفو سیمو ۸۰ هوايي ډګرونو ته سفر کوي.

One thought on “د مالیزیا د هوايي شرکت د الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۲۳۹ مسافر ووژل شول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *