تاند- د مالیزیا پاچا د یکشنبې په ورځ /د ۲۰۱۹ د جنورۍ ۶/ د خپلې واکمنۍ د دورې تر پوره کېدو ۲ کاله مخکې استعفا ورکړه.

د العربیه تلویزیون د راپور له مخې، ویل کېږي چې د مالیزیا پاچا پنځم محمد د ناروغۍ له کبله واک پرې ایښی خو ځینې نور بیا وايي چې نوموړي د ښکلا له روسۍ ملکې اوکسانا فویفودینا سره د مینې له کبله له سلطنت څخه لاس اخیست.

د مالیزیا شاهي ماڼۍ اعلان وکړ چې پنځم محمد خپله دنده پرې ایښې ده، حال دا چې د ده د پاچهۍ د دورې لا دوه کاله پاتې دي.

د مالیزیا پاچهان په نړۍ کې یوازیني پاچاهان دي چې د واک موده یې دایمي یا د عمر تر پایه نه وي. د دې هیواد د پاچا د واک دوره پنځه کلنه ده.

د دغه هیواد د بېلابېلو سیمو پاچاهان په نوبت د ۵ کلونو لپاره د ټول هیواد پاچهي کوي. پنځم محمد د ۲۰۱۰ د سپټمبر په ۱۳ مه د خپل پلار ځایناستی شو.

د مالیزیا د پاچهانو د ماڼۍ په اعلامیه کې د پنځم محمد د استعفا د علت یادونه نه ده شوې.

نوموړی د تېر (۲۰۱۸) م کال په نوومبر میاشت کې هم د یوې مودې لپاره په رخصتۍ تللی و او هماغه مهال ویل شوي و چې د ده میینه د ښکلا روسۍ ملکه(اوکسانا فویفودینا) د اولاد د لرلو په خاطر د جرمني په یوه روغتون کې بستر شوې ده.

د دې خبر تر خپرېدو یوه اوونۍ مخکې رسنیو راپور ورکړ چې د مالیزیا پاچا له اوکسانا فویفودینا سره په مسکو کې وروسته له دې واده وکړ چې هغې اسلام ومانه.

د دوی د مینې خبرونه په رسنیو کې زیات خپاره شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *