تاند- د افغانستان حکومت د صافي هوايي شرکت یا صافي ایروېز فعالیت د څه باندې یو ملیارد افغانۍ مالیې د نه ادا کولو په خاطر ودراوه.
د افغانستان د ملکي هوايي چلن خپلواکې ادارې نن /یکشنبه/ وویل چې صافي هوايي شرکت یو ملیارد ۱۵۲ ملیونه ۷۷۴ زره او ۶۹۱ افغانۍ پوروړی دی او سره له دې چې دغه شرکت ته د مالیې د ادا کولو لپاره څو ځلي مهلت ورکړای شوی خو بیا یې هم پور نه دی ادا کړی.
د ملکي هوايي چلن د خپلواکې ادارې د خبرپاڼې له مخې، د مالیې وزارت بالاخره پرېکړه وکړه چې له راتلونکې سې شنبې /سنبله۱۶/ د صافي اییروېز کورنۍ الوتنې او د پنجشنبې له ورځې بهرنۍ الوتنې ودروي.
د مالیې د وزارت له حکم سره سم نه یوازې دا چې د صافي ایروېز د الوتکو پروازونه درول کېږي بلکې د دغه شرکت مسوولان ممنوع الخروج شوي هم دي.
دغه راز د مالیو ادارې ته واک سپارل شوی چې که صافي هوايي شرکت خپل پور نه شوای ورکولی، له محکمې څخه د دغه شرکت د شتمنیو د مصادره کېدو او پلورلو غوښتنه وکړي.
صافي هوايي شرکت یو له دوو پاتې خصوصي هوايي شرکتونو څخه دی چې هم کورني او هم بهرني پروازونه لري او په نسبي ډول یې مسافر له خدماتو راضي دي.
تر دې وړاندې یو بل خصوصي هوايي شرکت (پامیر هوايي شرکت) دېوالیه او کاملاً لغوه شوی و.
دا څه اورو . د تورخم بندر چه بند وو زما یو همصنفی د اسلام اباد څخه کابل ته یو طرفه تکت په 350 دالر اخستی وو او دوی تیکس نه ورکوی باید ودرول شی .