تاند- د افغانستان د مالیې د وزیر د سلب اعتماد کولو هڅه بیا ناکامه شوه. ولسي جرګې د استیضاح په نننۍ غونډه کې حضرت عمر زاخېلوال ته ۱۰۵ رد او ۷۲ د تایید رایې ورکړې خو څرنګه چې د عدم اعتماد لپاره ۱۲۳ رایو ته اړتیا وه د مالیې وزیر په خپله چوکۍ پاتې شو.

د ولسي جرګې ريیس عبدالروف ابراهیمي د رای ورکولو د بهیر له بشپړېدو وروسته وویل:«په نننۍ غونډه کې د جرګې له ټولو ۲۴۵ غړیو څخه ۱۸۷ وکیلان حاضر ول. د مالیې د وزیر صاحب د عدم اعتماد کېدو په خاطر د پنځوس جمع یو د پوره کېدو لپاره ۱۲۳ رایو ته اړتیا وه، خو وزیر صاحب ته ۱۰۵ رد رایې ورکړای شوې او هغه په خپله چوکۍ پاتې شو.»

عمر زاخېلوال چې د ولسي جرګې د استیضاح په تېره غونډه کې /ثور۲۳/ یې د دې جرګې یو شمېر غړي په فساد او غلا تورن کړي ول، وروسته له دې استجوابیه غونډې ته وبلل شو چې لویې څارنوالۍ له تورن شویو وکیلانو وغوښتل چې د خپلو تورونو د سپیناوي لپاره ورشي.

خو ولسي جرګې، چې تېر ځل یې د مالیې د وزیر افشاګري په چکچکو بدرګه کړې وه، له ښاغلي زاخېلوال څخه غوښتنه لرله چې پر شپږ تنو تورنو وکیلانو د فساد اسناد جرګې ته وړاندې کړي.

د مالیې وزیر نن په دې اړه د ولسي جرګې غونډې ته وویل چې اسناد یې لویې څارنوالۍ ته سپارلي دي.

ده وویل د ولسي جرګې د غړیو پرضد د تورونو د ثابتولو واک د ولسي جرګې نه دی بلکې د افغانستان لویه څارنوالي باید د تورونو سپیناوی وکړي.

له شپږو تورنو وکیلانو څخه یوازې د کندهار یو وکیل لالی حمیدزی لویې څارنوالۍ ته حاضر شو خو پنځه نور نه دي حاضر شوي او ادعا لري چې د ولسي جرګې غړیتوب د قانون په وړاندې دوی ته مصونیت ورکړی دی.

لویې څارنوالۍ له هیواد د حاجي ظاهر قدیر، سمیع الله صمیم، محمود سلېمانخېل، محمد عظیم محسني او محمد عارف رحماني پر وتلو بندیز لګولی دی.

خو ولسي جرګې د لویې څارنوالۍ پرېکړه غیرقانوني بللې ده.

4 thoughts on “د مالیې د وزیر د سلب اعتماد هڅه ناکامه شوه”
  1. زنده اباد داکتر عمر زاخیلوال تبریک دی وی عمر زاخیلوال ته چه دا دوهم دفه ده چه د ظلمانوله منگلو سخه الله بریالی او پخپل مقام الله پر چوکی پاتی کر هغه کسان چه دملت په درد پوهیگی هغه کسان چه دوطن سره مینه لی هغه کسان چه د غریب له لوگی خبروی هغه کسان چه وطن سره مینه لری هغه کسان چه د وطن سرفرازی غواری هغه کسان چه دوطن سیالی د جهان سره برابرول غواری هغه کسان چه دا وطن درشوت خورو نه پاک ساتی په خواشینی سره باید وایم چه داسی ظالمان پیدا شی چه دندی لری کوی

  2. سلامونه
    وایم دنر زوی یی همدا تاداوکیلان پیژندلی چی ددوی په سر کښی دومره ښوروانشته چی له تا اوتارنګی نورو سره دغره ووهی
    ځکه چی دوی هم له تاڅخه یو پر پنځه چنده لا ډیر په فساد دپیسوپیدا کولو اونورو ناروا کارونو کښی ډوب دی وسلام تولو لوستونکوته

  3. زنده اباد داکتر عمر زاخیلوال تبریک دی وی عمر زاخیلوال ته چه دا دوهم دفه ده چه د ظلمانوله منگلو سخه الله بریالی او پخپل مقام الله پر چوکی پاتی کوی هغه کسان چه دملت په درد پوهیگی هغه کسان چه دوطن سره مینه لری هغه کسان چه د غریب له لوگی خبروی هغه کسان چه وطن ساتنه غواری هغه کسان چه د وطن سرفرازی غواری هغه کسان چه دوطن سیالی د جهان سره برابرول غواری هغه کسان چه دا وطن درشوت خورو نه پاک ساتی په خواشینی سره باید وایم چه داسی ظالمان پیدا شی چه دندی لری کی هغه داسی چه کچیری داسی کس پیداشی نو موگ به بیا پیسی او روشوت کمسی واخلو
    الله دی دا ظالیمان واخلی

  4. پارلماني غلو باید له تیر ځل استهزا! نه درس اخیستی وای. تیر ځل پنځو پارلماني ډاکووانو پر زاخیلوال ځانمرګی برید وکړ چې په ډیر ښه تکتیک سره ترې روغ رمټ ووت، اوس یې زاخیلوال ته د ځانمرګي بریدونو ضد ښه چل ورځي. دا نخره فکر کوم نوره ناکامه شوې ده، البته زاخیلوال او شوروايي غله یوبل ښه سره پیژني چې موخه د ټولو یوه خو سنګرونه یې بیل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *