تاند، چهار شنبه، د جدي ۴مه: یوه کره دولتي سرچینه د نوم د نه افشا کېدو په شرط وايي، چې د مالیې وزارت دوه معینان ولید تمیم او زاهد همدرد له خپلو دندو څخه استعفاوې ورکړې دي.

ولید تمیم څو میاشتې وړاندې د عبدالله رقیبي پر ځای د عوایدو او ګمرکونو معین وټاکل شو او زاهد همدرد به د همدغه وزارت مالي معینیت پر غاړه درلود.

ولید تمیم سره له دې چې په هند کې د افغانستان سرپرست سفیر وټاکل شو، د اسد په میاشت کې د ګمرکونو معینیت ته راوستل شو په داسې حال کې چې د فساد درې دوسیې یې هم په څارنوالۍ کې لرلې.

همدا راز زاهد همدرد بیا د تېر کال په جدي میاشت کې مقرر شوی و، چې اوس یې په اړه سرچینه وايي، ولسمشر د دغو دواړو معینانو پر مدیریتي ضعف بیا بیا نیوکې لرلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *