د مالیې وزارت ویاند: د افغانستان اقتصادي بسیاینې د سند ترتیبول مالي ځان بسیاینې او د افغانستان د خلکو هوساینې لپاره ستر ګام دی
د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس او ویاند ښاغلي شمروز خان مسجدي، د غویي میاشتې په ۲ مه نېټه د مالیې وزارت لاسته راوړنو او فعالیتونو د اطلاع رسونې، سوداګرو، خصوصي سکټور، مدنې ټولنو او رسنیو د استازو د ستونزو اورېدو په موخه پروان ولایت ته سفر وکړ.
په دې سفر کې د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس د پروان ولایت له مستوفي ښاغلي عبدالواحد قرلق، د خصوصي سکټور، مدني ټولنو او رسنیو له استازو سره په جلا توګه ولیدل.
همدا راز د خصوصي سکټور، مدنې ټولنو له استازو او رسنیو سره په لیدنه کې یې د مالیې وزارت د لاسته راوړنو او فعالیتونو د راپور لنډیز او د اطلاع رسونې مېکانیزم شریک کړ. د خصوصي سکټور، مدني ټولنو او رسنیو استازو خپلې ستونزې او وړاندیزونه وړاندي کړل. ښاغلي مسجدي، له هغوی سره ژمنه وکړه، چې د دوی ستونزې به د مالیې وزات مشرتابه ته رسوي، څو د شته امکاناتو او د هیواد نافذه قوانینو په رڼا کې رسېدنه ورته وشي.
په دې سربېره په تېرو پنځو کلونو کې د ملي عوایدو راټولېدو، د مؤثریت، مثمریت او د خلکو د لومړیتوبونو ته په کتو سره د پراختیایي بودیجې د لګښت، له نړیوالو معیارونو سره سم د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودیجې د ترتیب او بودیجوي اصلاحاتو په برخه کې د مالیې وزارت لاسته راوړنې او کړنې، د پروان ولایت پراختیایي پروژو لپاره د بودیجې تخصیص، اصلاحات، سیستم جوړونه او له فساد سره مبارزه، د سیمې له دیارلسو هیوادونو سره د کمېسیونونو د جوړونې او ښه مدیریت، د بروکسل، وارسا او جینوا کنفرانسونو بریالی تر سره کېدو په څېر نړیوالې لاسته راوړنې، د ښاغلي مسجدي، له لوري په یو سیمینار کې د پروان ولایت محصلینو ته تشریح او معلومات ورکړل شول.
همدا شان د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس، د افغانستان اقتصادي ځان بسیاینې سند، د افغانستان د ځان بسیاینې او خلکو د هوساینې پراخ پلان په توګه او مالي چټکتیا بستې (د پانګونې مالي بسته) په اړه هم محصلیونو ته معلومات ورکړل.
د سیمینار په پای کې د محصلینو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.