مطبوعاتي اعلامیه

دوشنبه، د عقرب 19 مه 1393

د مالیې وزارت د یوې ښځینه کارمندې د وژلو په اړه د مالیې وزارت د تسلیت او همدردۍ پیغام

په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د مالیې وزارت د ګمرکونو ریاست یوه کارکوونکې آغلې ملالۍ د خلیل الله لور چې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې یې د ګمرک آمریت د مسافرینو په څانګه کې کار کاوه، دوه ورځې وړاندې د نامعلومو کسانو له خوا وتښتول شوه او په ډیرې بې رحمۍ سره ووژل شوه چې مړی یې د لوګر ولایت په مربوطاتو کې وموندل شو.

د مالیې سرپرست وزیر حضرت عمر زاخیلوال د مالیې وزارت د ټولو کارکوونکو په استازیتوب دا بې رحمانه وژنه په کلکو ټکو غندې، مرحومې ته د جنت الفردوس او کورنۍ ته یې د زړه له کومې تسلیت او همدردي وړاندې کوي.

ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال

د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر

0 thoughts on “د مالیې وزارت د خواشینۍ پیغام”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *