7 سنبله 1394: د مشرتابه پلاوي دویمې ناستې (SOM) له پاره د چمتووالي دریمه غونډه د 1394 کال د وږې په 7 مه د مالیې وزیر جناب اکلیل حکیمي په مشرۍ د مالیې په وزارت کې جوړه شوه. په دې ناسته کې د مالیې وزارت د پالیسۍ معین ښاغلي شفیق احمد قاریزاده او ددې وزارت نورو اړونده چارواکو ګډون کړی وو.
په یاده ناسته کې د مشرتابه پلاوي ناستې د جوړیدو له پاره په شاخصونو، ژمنو او چمتووالي باندې هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.
د مالیې وزیر ددې ناستې له پاره په شویو پرمختګونو او د ژمنو د ترسره کیدو په اړه معلومات ورکړل او د یادې ناستې له پاره د بشپړه چمتووالي په اړه ډاډ ورکړ.
تمه ده چې د لوړ پوړي پلاوي ناسته د سپتمبر میاشتې په اوایلو کې د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي او د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په مشرۍ دایره شي. په دغه ناستې کې به د افغانستان په ملي مسایلو، د مالي ثبات د ښه والي له پاره د پالیسۍ په بنیادي موضوعګانو، د زیربناؤ په پراختیا، د خصوصي سکتور په ودې او د مرستو د اغیزمنتیا په اړه خبرې وشي. په یاده ناسته کې به د نړیوالې ټولنې مرسته کوونکي، د سیمې همکاران، نړیوال مهم سازمانونه او د مدني ټولنې غړي ګډون ولري.