د مالیې وزارت په یو شمېر کليدي ادارو کې د نویو بدلونونو په د دې وزارت د سرپرست د بېلابیلو ناستو په اړه مطبوعاتي خبرپاڼه

د مالیې وزارت د وړاندېز او د ولسمشرۍ عالي مقام د حکم له مخې د لا زیاتو اصلاحاتو د پلي کیدو په موخه نن د زمري میاشتې په ۲مه نېټه د مالیې وزارت په ځینو کلیدي برخو کې نوي بدلونونه راغلل.

د یاد حکم له مخې، ښاغلی ساجد تقوا د مالیې وزارت د دفتر ریاست د لوی رئیس په توګه، ښاغلی اختیار ولي د خزاینو د لوی رئیس په توګه، ښاغلی سید خالد احمد د پالیسۍ او ملي پروګرامونو د تحلیل لوی رئیس په توګه او ښاغلی مقبول احمد د پالیسۍ ستر سلاکار په توګه ګمارل شوي دي.

د مالیې وزارت سرپرست او په زېربناء چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د کندهار له والي ښاغلي حیات الله حیات، سره په لیدنه کې په کندهار ولایت کې د پراختیایي پروژو د بهیر په چټکېدو، د دې ولایت د بودیجې د ستونزو په حل لارو، د ۱۳۹۹ مالي کال لپاره د دې ولایت په پراختیایي پلان او د لومړیتوب لرونکو پروژو په ورګډېدو، د ارغنداب او خاکرېز ولسوالیو د سړک په جوړېدو، د کندهار ښاروالۍ له لوري د ۰.۴ سلنې فیس په راټولېدو او له دې لارې خلکو ته اسانتیاو په رامنځته کیدو، د کندهار له ښار څخه سپین بولدک ته د ګمرک په لېږد، په چټکۍ سره د ډالې بند د پروژې په پلي کېدو او یو شمېر نورو ورته مسایلو په تړاو خبرې وکړې.

همداشان په افغانستان کې د ایټالیا سفارت له سرپرست ښاغلي البرتو پیټر انجیلي سره چې د ترانسپورت وزارت د ریل پټلۍ ادارې رئیس او د ایټالیا هیواد د پراختیایې همکاریو ادارې مسؤلینو په ګډون په جلا کتنه کې د چشت – هرات ښار تر منځ د سړک او ریل پټلۍ جوړیدو پروژې د کار په پرمختګ چې د ایټالیا هیواد له لوري تمویلیږي، د هرات ښار او شینډنډ ولسوالۍ تر منځ د برښنا د لیږد په اړه د ایټالیا هیواد په علاقمندي او د هرات ولایت د هوایې ډګر په پراختیا بحث او هر اړخیزې خبرې وکړې.

په پای کې د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان حکومت پراختیایې لومړیتوبونو سره سم د ایټالیا هیواد د همکاریو همغږي کولو څخه له یاد هیواد نه مننه وکړه.

همداراز د مالیې وزارت سرپرست د ترانسپورټ وزارت له مسؤلینو سره په لیدنه کې د هغو بار وړنکو موټرو په اړه چې نمبر پلیټ نلري او له ملي عوایدو سره تیښته کوي، د هغو باروړنکو موټرو په تګ راتګ چې د افغانستان او پاکستان له نمبر پلیټونو څخه ګټه اخلي ( دوه نمبر پلیټ داره موټرونه) د بار وړنکو موټرو د تراکم کموالي او د اړوندو چارو د ښه کیدو په موخه اسلام کلا ته د ترانسپورټ مدیریت په لیږد او له دیورند څخه تر بندوالي پورې د ریل پټلۍ په جوړیدو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د مالیې وزارت سرپرست هدایت ورکړ چې له دیورند څخه تر بندوالي پورې د ریل پټلۍ پروژې لپاره دې د اړتیا وړ بودیجه ولټول شي.

د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي محمد رضا بهرامي، سره په جلا لیدنه کې د بانکي فعالیتونو په موخه په چابهار بندر کې د افغانستان د بانکونو د څانګو په جوړېدو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په پراخېدو، منځنۍ اسیا ته د افغانستان له لارې د ایران د توکو په ټرانزیټ، ټرانسپورټي او ګمرکي همکاریو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د صادراتي او وارداتي توکو په لګښت، ګمرکي اطلاعاتو په راکړه ورکړه، اوسپنې کرښه، افغانستان ته د ایران د نیرو( انرژۍ ) وزیر په نږدې راتلونکې سفر، د ګمرکونو او سرحدي سیمو د لیدلو په هدف ایران ته د افغان پلاوي په سفر او یو شمېر نورو مسایلو په تړاو خبرې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *