د مالیې وزیر اکلیل حکیمي

خبر پاڼه

۲۸ حمل ۱۳۹۵:

د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د حمل د میاشتې په ۲۶ مه د یو پلاوي په مشرې واشنګټن ته سفر وکړ ترڅو د پیسو نړیوال صندوق او د نړیوال بانک په کلنۍ ناسته کې ګډون وکړي.

د مالیې وزیر په کلنۍ ناسته کې د ګډون څخه مخکې د پیسو نړیوال صندوق له چارواکو سره لیدنه وکړه او له هغوی سره یې په مالي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړې.

د پیسو نړیوال صندوق اداري مرستیال ښاغلي میتسوهیرو د افغانستان د څارنې پروګرام بریالی ارزیابی کړ او د افغان دولت اجراات یې مثبت وارزول.

د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د پیسو د نړیوال صندوق له چارواکو څخه په رسمي توګه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د لوی اقتصاد د اصلاحاتو له درې کلن پروګرام سره یو ځای له موږ سره کار وکړي.

د مالیې وزیر په یو رسمي سفر واشنګټن ته تللی چې د افغانستان د پرمختیایي ملګرو سره له نژدې لیدنې وکړې او د راتلونکو پنځو کلونو له پاره له افغانستان سره د مرستو په اړه له هغوی سره بحث او خبرې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *