19 حوت 1394:
د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي نن د کب په ۱۹ مه د خپل کار په دفتر کې د یو شمیر پاکستاني سوداګرو او پانګه والو سره چې مشري یې د پاکستان نامتو پانګه وال سید یاور علي کوله، لیدنه وکړه. په یاده ناسته کې د افغانستان د خصوصي سکتور او د پاکستان په پلاوي کې د هغه هیواد د مختلفو اقتصادي سکتورونو استازو کړی وو. دواړو لوریو په دوه اړخیزه تجارتي اړیکو، د پانګونې پر تشویق، تجارت او نورو اقتصادي مسایلو باندې بحث او خبرې وکړې.
د مالیې وزیر پاکستاني پانګه والو ته د هرکلي ترڅنګ وویل: “افغان حکومت په هیواد کې د پانګونې د جلب له پاره د پالیسۍ په برخه کې ډیرې اسانتیاوې رامنځ ته کړي دي او له پانګه والو او سوداګرو سره تل همکار دی.”
د پاکستان د پلاوي مشر سید یاور علي افغانستان ته د دوی د راتګ په اړه د مالیي وزیر ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: “پاکستاني پانګه وال په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پانګونې ته چمتو دي.”
پاکستاني سوداګرو او پانګه والو د افغانستان د ښه هرکلي او میلمه پالنې څخه ستاینه او مننه وکړه.