د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال د یو پلاوي په مشرۍ بدخشان ته دوه ورځنی سفر وکړ. نوموړي په بدخشان ولایت کې له فیض اباد څخه بهارک ته د 18 کیلومترو سړک افتتاح وکړه. همدا راز یې ژمنه وکړه چې د 400 کیلوواټ بریښنا، د څښلو د پاکو اوبو او په جرم ولسوالۍ کې د ځمکو د خړبولو د پروژو د جوړلو کار به ډیر ژر پیل شي.
ډاکټر زاخیلوال د بدخشان ولایت له چارواکو، ولایتي شورا غړو او امنیتي مسؤولینو سره په کتنه کې د دغه ولایت امنیت ډیره مهم وباله او ویې ویل: د پرمختیایي پروژو د پلې کولو له پاره امنیت لومړی شرط دی. تاسو باید د خپلو امنیتي ځواکونو سره د امنیت په تامین کې مرسته وکړئ. موږ باید سړکونه ورغاؤ ترڅو د هیواد ولایتونه او ولسوالۍ یو له بله سره ونښلي او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
د افغانستان د بریښنا شرکت رئیس ښاغلي عبدالرازق صمدي چې د مالیې له وزیر سره یې ملګرتیا کوله وویل چې: بریښنا زموږ د هیواد له لومړیتوبونو څخه دی. ده ژمنه وکړه چې د دغه ولایت څو ولسوالیو له پاره به 600 کیلو واټه بریښنا برابره کړي او د بریښنا ګریډ په بدلولو کار روان دی.
د بدخشان چارواکو او د ولایتي شورا غړو د بدخشان په ولایت کې د پرمختیایي پروژو غوښتنه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د دوی د امنیت ساتلو له پاره د سیمه ئیزو پولیسو شمیر زیات شي.
د مالیې وزیر بیا له خلکو وغوښتل چې د امنیت په اړه له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي. ده وویل چې دولت په پلان کې لري چې د جرم- انجمن – پنجشیر سړک ورغوي، همدا راز د بهارک- اشکاشم سړک ملاتړ کوي ترڅو له واخان او شغنان سره وصل کړي. زاخیلوال زیاته کړه چې د دغو پروژو د تطبیق په لاره کې یوازینی خنډ امنیت دی. نو اړینه ده چې ټول هیوادوالو سره متحد شي او د هیواد په بیا رغاونه کې ځغرنده رول ولوبوي
د مالیې وزیر او ورسره پلاوي د بدخشان له پوهنتون څخه هم لیدنه وکړه. د دغه پوهنتون مسؤلینو د ښوونکو د تنخواؤ د کموالي او د کتابتون او انټرنیټ د نشتوالي څخه شکایت وکړ او همدا راز یې د پوهنتون له پاره د پرمختیایي پروژو او د بودجې د زیاتوالې غوښتنه وکړه.
د مالیې وزیر هوکړه وکړه چې د پوهنتون له پاره د یوې ارامې فضا په برابرولو کې مرسته کوي. موږ د ټولو پوهنتونونو له پاره 50 میلیونه ډالر تخصیص کړي دي او د لوړو زده کړو له وزارت څخه مو غوښتي دي چې د هیواد پوهنتونونه درجه بندي کړي ترڅو دغه پیسې ورکړل شي. دولت په نظر کې لري چې د پوهنتون د استادانو امتیاز په راتلونکې کې په پام کې وساتي.
د ولسي جرګې غړي ښاغلي اکبر په دغه ناسته کې له خلکو سره د بدخشان پوهنتون له پاره د انټرنیټ د یوې دستګا د نصبولو او د ۶ پایې کمپيوټرونو د ورکړې ژمنه وکړه.
د مالیې له وزیر سره په دې سفر کې د فواید عامه وزیر، د افغانستان د بریښنا شرکت عمومي رئیس، د ولسي جرګې غړو او د فواید عامې معینانو ملګرتیا کوله.