کابل، جمعه، 1 حوت
د افغانستان د ماليې وزیر محترم اکلیل حکیمیي دیوه پلاوي په مشرۍ چې په هغه کې د پکتیکا ولایت د ولسي جرګې استازو هم ګډون درلود، د پکتیکا ولایت څخه لیدنه وکړه او هلته یې ددې ولایت له والي ښاغلي انجینر عبدالکریم متین او د مختلفو ادارو له چارواکو سره په مختلفو مسایلو خبرې وکړې. د مالیې وزیر د پکتیکا له والي سره ددې ولایت په اقتصادي وضعیت، امنیت، معارف، روغتیا، ښې حکومتوالۍ او پراختیایي پروژو او پر وخت د بودجې نه لیږد په لاملونه باندې هر اړخیزې خبرې وکړې او د هر سکتور اړونده مسوولینو ستونزې او وړاندیزونه یې په غور واوریدل.
د مالیې وزیر د پکتیکا له والي سره یو ځای د ارګون ولسوالۍ ته چې د ډیورنډ له سره پوله لري، ولاړ او هلته یې د ګمرک له چارو څخه له نژدې لیدنه وکړه. د ګمرک مسوولینو د تجهیزاتو، وسایلو او د مناسبې ودانۍ د نه شتون څخه شکایت وکړ. د مالیې وزیر د دوی ستونزې په غور واوریدې او د حل په برخه کې لازمې لارښوونې وکړي. ددې سفر په لړ کې د ارګون په ولسوالۍ کې په 40 جریبه ځمکه باندې د ګمرک له پاره د نوې ودانۍ د جوړیدو د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
د مالیې وزیر ددې ولایت په پرمختګونو او مشکلاتو باندې رڼا واچوله او د معارف، اقتصاد، پوهنې، روغتیا،مالي او ادارې چارو باندې خبرې وکړې او د پکتیکا ولس ته یې ډاډ ورکړ چې په مالیې وزارت پورې اړونده ستونزې به هوارې شي او نور ټول وړاندیزونه به د مربوطه مقاماتو او چارواکو سره شریکي کړي.
د مالیې وزیر وویل چې هڅه به وکړي چې د پکتیکا پوهنتون د امریکې د کلیفورنیا له پوهنتون سره وصل وکړي چې د پوهنې په برخه کې به لوی پرمختګ رامنځ ته شي.
ده د پکتیکا د پوهنتون او خلکو وغوښتل چې 10 تنه داسې تحصیل یافته ځوانان چې په لوړو درجو فارغ شوي وي، ورته معرفي کړي چې د مالیې په وزارت کې استخدام شي او خلکو ته د ښه خدمت مصدر وګرځي.
پکتیکا ولایت ته د مالیې وزیر تګ د هغه سفرونو یوه لړۍ ده چې د افغان ولسمشر په لارښوونه ترسره کیږي ترڅو د خلکو ستونزې له نژدې وارزول شي او د حل له پاره یې ورته لازم تدابیر ونیول شي.