د مانوس په توقیف خونه کې په سلګونو کسانو په دې هیله شپې سبا کولې چې ګوندې، یو وخت به اسټرالیا کې د ژوند کولو چانس پیدا کړي؛ خو د اسټرالیا د کډوالو چارو وزیر په خپل تازه بیان دغه هیلې هم  مړاوې کړې.

مانوس، په ټاپو کې پروت کوچني هیواد پاپوا نیو ګینا کې ( چې په PNG هم مشهور دی)، موقعیت لري. دغلته هغه کسان ساتل کیږي چې د بیړیو له لارې اسټرالیا ته د راتګ په مهال نیول شوي دي.

اسټرالیا لویه وچه په اوبو کې ایساره ده، دې هیواد ته  ناقانونه وګړي د انساني قاچاقبرو په لارښوونه د بیړیو په ذریعه د ورتګ هڅې کوي.

د اسټرالیا د کډوالو چارو وزیر پیټر ډوټن، په تازه څرګندونو کې په ډاګه کړې چې که دغه توقیف خونه وتړل شي، نو اوسیدوونکي به یې اسټرالیا ته د راتګ چانس پیدا نکړي. د هغه په وینا دغه کسان دوه انتخابه لري، یا به خپلو وطنونو ته ځي او یا به په همدې پاپوا نیو ګینا کې د پناه اخیستنې لپاره درخواستونه ورکوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د توقیف خونې کسان په یوه درېیم هیواد کې هم د پناه اخیستنې درخواست ورکولای شي، خو اسټرالیا یې منلو ته نه ده چمتو.

که څه هم وزیر د درېیم هیواد نوم نه دی اخیستی، خو اسټرالیا له کمبوډیا سره پخوا خبره کړې ده. کمبوډیا د سویل ختیځې اسیا یو فقیر کوچنی هیواد دی چې له کورنیو شخړو هم ځوریږي، دغلته هیڅ کډوال د ورتګ لپاره زړه نه ښه کوي.  یو وخت له نایرو توقیف خونې څخه د ګوتو په شمیر کسان ورغلي وو چې څه یې بیرته راوتښتیدل او پاتې یې له ورتګه پښیمانه وو.

  مانوس، هغه وخت د اسټرالیا او پاپوا نیو ګینا تر منځ د خبرو موضوع شو چې د پاپوا نیو ګینا سترې محکمې د روان کال په (می) کې دغه توقیف خونه غیر قاني اعلان کړه او د بندیدو غوښتنه یې وکړه.

خبره خو هغه وخت لا پسې توده شوه چې د یاد شوي هیواد لومړي وزیر پیټر اونییل (Peter O’Neill) د اګست په (۱۷مه) خبر ور کړی و چې له اسټرالیا سره د مانوس په تړلو هوکړې ته رسیدلې دي.

خو د اسټرالیا د کډوالو چارو وزیر وايي چې له (پي. ان. جي) سره یې خبرې روانې دي چې دغه توقیف خونه ونه تړل شي.

په دغه توقیف خونه کې د بیلابیلو هیوادونو  شاوخوا (۹۰۰) کسان بې سر نوشته پراته دي چې ځینې آن په (۲۰۱۳) کال کې ورته راغلي دي.

په همدغه کال کې د اسټرالیا  لیبرال ګوند، له کارګر ګوند څخه ټاکنې وګټلې او ټونې ابوټ یې لومړی وزیر شو. د همده په حکومت کې د کډوالو پر وړاندې کړنلاره سخته شوه، د انساني قاچاق په مقابل کې د سرحدونو د خوندي ساتلو عملیات پیل شول چې تر اوسه ادامه لري.

د اسټرالیا سمندري ځواکونه بلا وقفه خپلې ګزمې جاري ساتي، په بیړیو کې راغلي کسان نیسي. یا یې بیرته هغو هیوادونو ته ګرځوي چې ترې را خوځیدلي او یا یې توقیف خونو ته لیږي.

د سرحدونو د ساتنې عملیات او د کډوالو پر وړاندې سخته کړنلاره، اسټرالیا حکومت ته په مالي لحاظ درنه تمامیږي. د دغه هیواد د  سرحدونو چارو وزیر همدغه ټکي ته په اشارې وايي چې دوی به هیڅکله هغه پالیسي بدله نکړي چې په میلیونونو ډالر یې پرې لګولي دي.

د اسټرالیا ویره:

په اسټرالیا کې چې کله هم کوم سیاسي تغیر راځي، نو ورسره جوخت د دغه هیواد حکومت اعلان کوي چې د کډوالو په اړه پالیسي به تغییر نشي.

کله چې د جولای په دویمه په دغه هیواد کې پارلماني ټاکنې کیدلې، نو ورسره جوخت همدغه خبرداری ورکړل شو. دا ځکه چې انساني قاچاقبر تل په کمین کې ناست وي، دوی خلکو ته فریب ورکوي چې تغییرات د کډوالو پالیسي هم تر اغیز لاندې راولي او قیودات لرې کیږي.

همدا اوس په سریلانکا، د هند په ځینو برخو، مالیزیا او اندونیزیا کې په زرګونو کسان شته چې د اسټرالیا تګ ته پر دوه پښو ناست دي.  د اسټرالیا حکومت له همدې ویریږي او وايي چې که دوی پالیسي معمولي تغییر کړي،انساني قاچاقبر به ترې د مارکیټنګ په توګه ناوړه ګټه واخلي او اسټرالیا ته به په زرګونو کسان را ننوځي.

د اسټرالیا اړوند په مانوس او نایرو توقیف خونه کې خلک په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي. ځینې وخت ډير شدید ناروغان ترې استرالیا ته د درملنې لپاره لیږل کیږي او بیا بیرته همدې توقیف خونو ته راوړل کیږي.

د دغو توقیف خونو څخه د جنسي تیریو، رواني ناروغیو، ځان ازاریو او …. خبرونه ترلاسه شوي دي. دغه وضعیت څو ځلې په ملي او نړیواله کچه غبرګونونه راپارولي دي،  خو د اسټرالیا کړنلاره یې نه ده نرمه کړې.

په همدې روانه میاشت کې ( اګست) د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان د نایرو وضعیت خواشینونکي ښودلی و او د بشري حقونو د نقض راپور یې ورکړی و.

خو دې ټولو نیوکو ته د اسټرالیا هماغه یو ځواب دی او هغه دا دی چې اسټرالیا به هیڅکله د ناقانونه خلکو کوربه نشي!

دغه حکومت بار بار له خلکو غوښتي چې د انساني قاچاقبرو په تبلیغ فریب ونخوري. اسټرالیا ته په ناقانونه  لاره د راتګ نیت ونکړي، خپل ژوند له خطر سره مخ نه کړي او خپلې پیسې بې ځایه مصرف نکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *