د ماهان ایر یوه الوتکه چې ویل کیږی د دمشق په هوایي ډګر کې کېني

تاند – د ایران یو خصوصي هوایي شرکت، ماهان ایر، له ایران څخه سوریې او له هغه ځای څخه یمن او په لبنان کې د حزب الله وسله والې ډلې ته پیسې او جنګیالي ورلېږدوي.

د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ پښتو وېب سایټ، سلام ټایمز، د مصر د المشارق ورځپاڼې له قوله لیکلي چې، ایران په سیمه کې د خپلې پراختیا غوښتنې د اجندا د ملاتړ لپاره له ماهان مسافر وړونکي هوایي شرکت څخه داسې استفاده کړې چې په منځني ختیځ‌ کې د جګړې بېلابېلو سیمو ته وسلې، پوځي تجهیزات او بهرني جنګیالي انتقال کړي.‌

سلام ټایمز لیکي، حزب الله ته د یوې نژدې سرچینې په وینا،‌ له دغې هوایي کرښې څخه داسې استفاده شوې چې د ګوند لبناني او سوریایي غړي ایران ته انتقال کړي او هلته د پوځي روزنې کورسونه واخلي.‌

د سلام ټایمز د راپور له مخې، د حزب الله ډلې یوه پخوانی غړي، صلاح منصور، المشارق ورځپاڼې ته ویلي چې، ماهان ایر،‌ او له هغه نه مخکې دولتي شرکت ایران ایر‌،‌ ته مکمله ازادي ورکول شوې وه چې په سوریه کې عملیات وکړي، او داسې ښکاري چې دا هوایي شرکتونه د سوریې د رژیم د ځواکونو له واک نه وتلي دي.‌

ویل کیږي چې په ۱۹۹۰مو کالونو کې په کابل کې د کورنیو جګړو پر وخت هم ایراني الوتکو د کابل هوایي ډګر له لارې په دغه ښار کې د حزب وحدت جنګیالیو ته په دې پلمه چې د کابل ښار په کارته سه سیمه کې روغتون ته درمل لېږدوي، وسلې راوړلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *