خبرپاڼه

نېټه١٣٩٢، ٠٥، ٠٦

کندهار افغانستان- دکندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي نن سهار شپږنيمي بجې يوتن بزګر د طالبانو له خوا ديو ښخ سوى ماين د چادني له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړى د يادي ولسوالۍ د زنګ آباد په سيمه کي په  خپل باغ کي د انګورو په شکولو بوخت و چي د طالبانو له خوا پر ښخ سوى ماين ختلى چي په  لومړي سر کي سخت تپي او د امنيتي ځواکونو له خوا روغتون بېول سوى وو خو په روغتون کي يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

 وسوال طالبان په دې ورستيو کي د پنجوايي ولسوالۍ په ځينو سيموکي د ځاىي اوسېدونکو په  مځکو او باغونو کي ماينونه ښخ کړي دي څو دوى خپلو شومو اهدافو ته ورسيږي او امنيتي ځواکونه تر بريد لاندي راولي خو بياهم لکه څنګه چي باغونه د عامو او بې ګناه خلګو ځايونه دي نو بې ګناه خلکو ته مرګ ژوبله هم  اوړي.

دغه راز بزګران  نسي کولاي چي خپلو باغونو ته ولاړ سي او د خپلو باغو او کروندو محصلولات راټول کړي .

د يادوني وړ ده چي وسلوال طالبان تل بې ګناه او عام خلګ د خپلو هدافو او برېدونو قرباني کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *