افغان چارواکي وايي چې نن سهار په اروزګان ولایت کې د سړک د غاړې په چاودنه کې لږترلږه څلور ملکیان ووژل شول او شپږ نور ژوبل شول.

له ترینکوټ څخه د رارسېدلي راپور له مخې پېښه هغه مهال وشوه چې یو سراچه موټر له ګیزاب ولسوالۍ څخه ترینکوټ ته روان و او په لاره کې یې ماین وچاودېده.

د اروزګان د والي ویندوی عبدالله همت پېښه تایید کړه او چاودنه یې د دولت د وسله والو مخالفانو کار وباله. خو تراوسه پوري کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

ویل کېږي چې وسله وال مخالفان عموماً د هغو پېښو په اړه څه نه وايي چې ملکیان پکې ووژل شي.

طالبانو په وروستیو ورځو کې د ملګروملتو هغه راپور رد کړ چې پراساس یې ویل شوي و چې د سږ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د ملکیانو تلفات د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۲۴ زیات شوي چې تر اتیا فیصده د زیاتو مرګ ژوبلو مسوولیت د وسله والو طالبانو په غاړه دی.

By میر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *