د کندهار ولایت چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو له لوري د ماین په یوه چاودنه کې نن په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۰ تنه ملکیان ټپیان شول.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم دا چاودنه د سپین بولدک ولسوالۍ کاکړانو منډۍ ته څېرمه د ټايرو په کوڅه کي شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې چاودنه په یوه لاسګاډۍ کي د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو په نتیجه کې شوې او له کبله یې لس تنه عام خلک ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې داراز ویل شوي چې نن سهار مهال په ميوند ولسوالي کي د هوايي ځواکونو له لوري د وسله والو مخالفانو یو مهم قومندان ووژل شو.

د طالبانو دا قومندان، چې اخترمحمد نومېږي، په توربغل سیمه کې وژل شوی دی.

داراز په ياده ولسوالي کي درې تنه د خپل توغندي ښکار شول. يادو وسله والو مخالفينو غوښتل چي له ګرماب کلي څخه د ميوند ولسوالۍ د مرکز پر لوري توغندي وتوغوي، خو د توغندي توغېدلو پر مهال درې واړه د خپل توغندي ښکار او ووژل سول.

همدارنګه افغان امنيتي ځواکونو نن سهار نهه بجې د ميوند ولسوالۍ په بلندي سيمه کي درې ماينونه کشف او شنډ کړل.

دغه راز نن سهار لس بجې د پنجوايي ولسوالۍ د تلوکان سيمي ته څېرمه په نايه خېلو کلي کي د ماين چاودني د يو عام وګړي دواړي پښې پرې کړې.

ياد کس په خپل باغ کي اوبه لګولې چي مځکنى ماين ورباندي وچاودېد او دواړي پښې يې ورغوڅي کړې، چي د درملني په موخه روغتون ته انتقال سو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *