تاند- په فراه کې دوه زده کوونکي د بم د چاودنې په نتیجه کې ووژل شول او درې نور ژوبل شول.

د فراه د والي ویندوی عبدالرحمن ژوندي خبریالانو ته وویل: نن ماښپښین د پشترود ولسوالۍ د ښوونځي مخته د ماین چاودنه وشوه چې په اثر یې دوه ماشومان ځای پرځای ووژل شول او درې نور ژوبل دي.

چاودنه داسي مهال وشوه چې د ښوونځي زده کوونکي تازه رخصت شوي ول او خپلو کورونو ته روان ول.

ژوندي د دې حملې مسوولیت د وسله والو طالبانو په غاړه واچاوه خو طالبانو تردې دمه څه نه دي ویلي.

تر دې دوه ورځې مخکې په افغانستان کې د ملګروملتو د دفتر د بشري څانګې مسوول اعلان وکړ چې وسله والو طالبانو د افغانستان د لوېدیځ په څلورو ولایتونو کې بمي حملو ته زور ورکړی او په دې سیمه کې د ملکیانو اکثره تلفات د طالبانو له لوري پر سړکونو د چاودېدونکو موادو او ماینونو له کبله رامنځته کېږي.

په افغانستان کې د م.م. د بشري حقونو د برخې مسوول جارجیت ګنګن په یوه خبري غونډه کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلو پر زیاتېدو داندېښنې د څرګندولو تر څنګ وویل: د افغانستان د جنوب لوېدیځ د څلورو ولایتونو د حالاتو له څېړنې ورته جوته شوې چې په دغو ولایتونو کې د ملکیانو مرګ ژوبلې په بې ساري ډول زیاتې شوي دي.

ده زیاته کړه:«د تېر کال د ورته مودې په پرتله د سږکال په لومړیو لسو میاشتو کې د افغانستان په ۴ لوېدیځو ولایتونو کې د ملکیانو تلفات ۶۰ فیصده زیات شوي دي.»

تقریباً هره دوهمه ورځ د ملکیانو موټر د طالبانو له لوري په سړکونو کې پر اېښودل شویو ماینونو یا چاودېدونکو موادو خیژي او مرګ ژوبلې اړوي.

د ملګروملتو د بشري حقونو مسوول هم وویل چې په سلو کې ۸۵ ملکیان د سړک د غاړې په بمونو او ماینونو وژل کېږي.

د ده په وینا په تېرو لسو میاشتو کې په فراه، هرات، غور او بادغیس ولایتونو کې ۷۳۸ تنه وژل شوي چې ۲۳۰یې د سړک د غاړې په بمي بریدونه کې وژل شوي دي.

د ملګروملتو د بشري حقونو د څانګې مشر په سلو کې د درو ملکیانو د وژلو مسوولیت افغان امنیتي ځواکونو ته متوجه وباله.

ملګروملتو له ښکېلو خواوو وغوښتل چې له داسي وسلو او چاودېدونکو موادو کار وانخلي چې بېګناه خلک پرې وژل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *