لوګر ولایت

تاند- د لوګر ولایت په ازرې ولسوالي کې پرون /یکشنبه/ د ماین په چاودنه کې ۵ تنه ملکیان ووژل شول.

د لوګر ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې د ازرې ولسوالۍ د ولسوال حمیدالله حمید په قول ویل شوي چې دا پېښه د ازرې ولسوالۍ د کږې وږې په سیمه کې هغه مهال وشوه چې د سپرلیو داتسن موټر د وسله والو مخالفانو له خوا پر خښ شوي ماین وخوت.

د پېښې قربانیان د کابل د خاکجبار ولسوالۍ له لارې ازرې ولسوالۍ ته روان ول چې په همدې سیمه کې پرې ماین چاودنه وکړه.

د لوګر ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې «د لوګر والي محمد حلیم فدایي د یاغیانو او باغیانو دا کار غندي، یاغیانو او باغیانو همیشه زموږ هیوادول د غم په ټغر کینولي دي…»

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو دا ډله عموماً پر لارو د دولتي ځواکونو لپاره ماینونه خښوي خو ډېر ځلي د دوی د ماینونو او چاودېدونکو موادو په چاودنو کې عام خلک وژل کېږي.

د سږ کال د جنورۍ له لومړۍ د جون تر پایه د افغان ملکیانو د مرګ ژوبلو په اړه د ملګروملتو په وروستي راپور کې ویل شوی چې تر ټولو زیات ملکیان د سړک د غاړې په بمي چاودنو او انتحاري حملو کې وژل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *