تاند- مایکروسافټ کمپنۍ د سرفېس ټبلېټ د نویو خو ارزانه ماډلونو د جوړولو په لټه کې ده.

د مایکروسافټ دا نوی ماډل سرفېس آپډ ټبلېټ به تر موجودو هغو یو څه کوچنی وي او ډیزاین به یې له قیمتي ټبلیټونو سره ډېر توپیر ولري.

د دې آپډ ټبلیټ اندازه یا سایز به ۱۰ اینچه وي. د اوسنیو سرفېس ټبلیټونو د سکرین اندازه ۱۲ اینچه ده.

د مایکروسافټ د نویو آپډ سرفیس ټبلیټونو بله ځانګړتیا به دا وي چې د چارج لپاره به د USB -C  یو ایس بي – سي پورټ لري او بیه به یې ۴۰۰ ډالره وي.

بل توپیر به یې دا وي چې تر مخکنیو هغو به یې وزن په سلو کې ۲۰ لږ وي.

وزن به یې د دې لپاره لږ وي چې له کمو بېټریو به پکې کار اخیستل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *