ودان افغانستان ګوند خپلو ټولو مؤمنو او پتمنو افغانانو ته د نېکمرغ کوشني اختر په مناسبت له اخلاصه ډکي مبارکۍ وایي او د لوی الله (ج) لوی دربار ته لاسونه پورته کوي چې زموږ غونډو هیوادوالو روژه او عبادات قبول وګرځوي، د دغو طاعاتو په برکت مو په سراسر افغانستان کې د سولې، ورورۍ او ملي یووالي تود و ځلاند لمر را وخېژوي او د جنګ تور و چټل ټغر د تل لپاره ور ټول کاندي.
له بده مرغه چې ټوله مبارکه روژه راباندې د افغانانو له مسلسلو غمیزو سره یو ځای تېره شوه، د بشر او افغان انسان دښمنانو زموږ پر خلکو او وطن په خورا بې رحمۍ سره وحشتونو، جنګونو، بریدونو او مرګ- ژوبلو ته دوام ور کړ، بدبختانه چې د مسلمانۍ له شعار سره – سره یې د اسلام د مبارک دین د دغه څلورم ستر رکن حرمت و نه ساتی چې د افغانستان او اسلام تاریخ به دغسې جنایتونه هېڅکله و نه بخښي.
ګوند پر خپل هر افغان انسان ږغ کوي چې راځئ د اختر له فلسفې څخه زده کړه وکړو، هغه دا چې اول د خپلو مظلومو و بېچاره هېوادوالو لاسنیوی وکړو، د خپل توان په اندازه مرستې ور سره وکړو، اوښکې یې ور پاکې کړو، دلاسا یي کړو او دوهم د ملي یووالي، ملي پخلاینې او یوموټیتوب نه ماتېدونکی تعهد وکړو چې په دې توګه به هم خدای تعالی (ج) راڅخه راضي شوی وي او هم به مو خپل ملي- افغاني رسالت اداء کړی وي.
راځئ د اختر په دې مبارک فرصت کې په یوه ږغ په خپل ګران افغانستان کې روان ناروا جنګ ته «نه» ووایو او د سولې په انساني ترین و سپېڅلي شعار سره د وطن او خلکو دایمي خیر وغواړو.
اختر مو یو وار بیا مبارک شه! د ملي یووالي او سولې اختر مو دوامدار اوسه!
په ټول درنښت
ودان افغانستان ګوند
مرکزي کومېټه
کابل- افغانستان
۱۳۹۴/۴/۲۴