تاند – متحده عرب امارات وایي، د کووېډ – ۱۹ پر وړاندې د مجادلې په لړ کې یې د درملنې لپاره داسې طبي طریقه را اېستلې ده چې په ۷۳ ناروغانو یې تطبیق کړې او ټول یې، بې له دې چې کوم سملاسي جانبي عوارض وښیي، بېرته رغېدلي دي.
دا خبر له متحده عرب اماراتو څخه خپرېدونکي خبري وېب سایټ، دي نېشنل ټکی ای اي، په خپله نننۍ آنلاین ګڼه کې خپور کړی دی.
دي نېشنل لیکلي چې، متحده عرب اماراتو داسې سپری ډوله درمل جوړ کړي چې د کووېډ – ۱۹ د ناروغانو په درملنه کې یې ګټور نتایج ورکړي دي.
د دي نېشنل د راپور له مخې، دغه درملنه د ابو ذبي د جذري حجرو مرکز (Abu Dhabi Stem Cell Centre) کې پرمخ تللې، چې د کرونا وایرس په ۷۳ ناروغانو له تطبیق سره یې مثبت نتایج ورکړي او ناروغان بېرته رغېدلي دي.
د متحده عرب اماراتو د اقتصاد وزارت د جمعې په ورځ /د ثور ۱۲مه/ وویل چې د جذري حجرو د کارولو له لارې د تداوۍ د انکشاف لپاره یې یاد تحقیقاتي مرکز ته د انحصاري ثبت سند ورکړی دی.
د دغه ډول تداوۍ په لړ کې، د ناروغ له وینې څخه جذري حجرې اخیستل کیږي او له «فعالولو» څخه وروسته بیا په کار اچول کیږي.
د کووېد -۱۹ د دغه ډول درملنې امتحاني چارې روانې دي او ویل کیږي چې بشپړېدل به یې څو اونۍ وخت ونیسي.