خوست کې د ملګرو يو بانډار ته لاړو، فارم باغ چې يو تاريخی ځای دی، هلته ته مو مېله وکړه، هر څه خوندور وو خويوڅه چې تر نورو راته نوي وو، د استاد نقيب الله متونوال د ملي بيرغ هغه تڼۍ ډوله ډالۍ وه چې د واسکټ په کېڼ اړخ يې راته وټومبله.
تېرو جګړو د نورو ارزښتونو تر څنګ د ملي بيرغ ارزښت هم ولوټ، هر څوک چې راغی، هر څوک چې واکمن شو، په بيرغ کې يې هم خپل ذوق په ولس مانه او هر رنګ چې د ده خوښېده، هغه مو بيرغ و، هر چا د خپل ذوق مطابق کار کاو او د څه ويلو جرات هم چا نه شوای کولای.
په دې هم چا خبره نه شوای کولای چې زموږ درې رنګی ملي بيرغ خو د ډ ېرو لاملونو له کبله د ښه رنګ او ښو نښو امتزاج دی چې بايد بدل نه شي خو په دې اړه بحث کول او د غږ را وچتول هم يوه لويه ګناه وه.
څو کاله وړاندې د کلي د ښوونځي مدير د تانسي هيچ دوپري اثر چې سرمحقق زلمي هيوادمل ژباړلی و، ډالۍ کړ.
دا اثر(د افغانستان تاريخي ودانۍ) که څه هم د حجم په لحاظ وړوکی دی خو ما ته ډېر لوی ښکارېده او تر هغه چې له پوهنتونه فارغېدم، هر وخت به مې چې ليد، زړه به مې پرې خوښېده ا و اوس هم هغه کتاب راته ډېر محترم ښکاري.
ددې کتاب د ګرانښت يو لامل دا و چې يو خو د ښوونځي د يوې ښې صحنې خاطرې ورسره غوټې وي او هر وخت به يې د کم عمرۍ د افتخار صحنه را يادوله، بل دا چې ډالۍ بايد د قدر وړ واوسي او کېدای شي، د ګرانښت تر ټولو مهم ټکی يې دا وي چې د کتاب د نيستي په هغه دور کې د افغانستان په اړه د معلوماتو يو کتاب تر لاسه کول، د خوښي خبره وه.
هغه وخت له همدې درې وجو راباندې ګران و، له هغه وروسته به ددې درې لاملونو تر څنګ يو لامل دا هم و چې په دې کتاب کې د افغانستان ځينې پخوانۍ ودانۍ معرفې شوې وي او کم شاليد يې هم ذکر شوی، که څه هم د تاريخ او جغرفيايي له مخې به داسې بشپړ معلومات ونه لري چې د هرې ذکر شوې ودانۍ هر اړخيزه څېړنه يې شوې وي خو بيا هم د تاريخ او جغرافيې په برخه کې خورا مهم اثر دی.
دا چې دا کتاب تر اوسه راسره پاتې دی، فکر کوم د زيات ګرانښت لامل يې يوازې د افغانستان د تاريخي ودانيو معرفت و خو هغه وخت چې به په دې نه پوهېدم چې د افغانستان د ودانيو ذکر راباندې کتاب ګران کړی دی او دا ډالۍ مې تر اوسه ساتلې ده، سره له دې چې د ښوونځي په دوره کې مې نورې ډالۍ هم اخيستې دي، کتابچې، قلمونه، کتابونه خو دا يو کتاب يې اوس هم را ته ياد دی او اوس هم ښه راباندې لګي.
د ښوونځي د دورې يوه بله مسله چې د تاريخ په اړه هر وخت ذهن ته راځي، هغه د افغانستان د تاريخ په اړه هغه غرور و چې کله به د احمدشاه بابا ذکر د تاريخ استاد په وياړ سره کاوو، موږ ټولو به يو ډول غرور کاوو او په دې به خوشاله وو چې موږ هم د يو داسې تاريخ لرونکي يو، په دې نه پوهېدو چې احمدشاه بابا څه تاريخ لري خو چې کله به يې د فتحې کيسه يو څه افسانوي ډوله کوله، ټول به ورته غوږ، غوږ وو او موږ به هم په زړونو او خيالونو کې اتلان وو.
د هيوادمل صيب له خوا د ژباړل شوي کتاب ځينې عنوانونه چې اوس هم را ياد شي، داسې انګېرم چې په ماشومتوب کې مې يو ځل دا سيمې ليدلې دي، د چکړيو مينار، ګلدره، د بابا حاتم زيارت، د بست کلا او نورې تاريخې کلاګانې او ځايونه چې په دې کتاب کې ذکر شوي وې، خيالي تصويرونه يې اوس هم زما په ذهن کې ګرځې، کېدای شي، په ماشومتوب کې مو له وطن سره مينه سپېڅلې وه، کېدای شي، هلته مو چې د استاد له خولې اورېدلي و، خاوره د مور حيثيت لري نو د مور مينه به مو ورسره کوله خو اوس هسې نه يو، ورځ تر بلې مو فکرونه چټلېږي.
اوس د ماشومتوب زمانه تللې، هيواد هم هغه هيواد دی، هر څه هم هغه دي خو توپير دا دی چې موږ يو څه ناروغۍ پيدا کړې دي، د هيواد په تاريخ هسې نه خوشالېږو چې په ماشومتوب کې پرې خوشالېدو، د هيواد د جغرافيې سره مو مينه هسې نه ده چې مخکې وه او دا ډېر د افسوس ځای دی.
د متونوال صيب د بېرغ نښې ډالۍ به زه څومره وپالم؟!، نه پوهېږم، ما ته له بيرغ سره د خپلې مينې کيسه مهمه نه ښکاري خو د متونوال صيب د ډالۍ انتخاب راته ډېر خوندور برېښي.