نن سهار په ټولنيزو رسنيو کې داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکې د سيمهييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رييس متين بېګ له دندې ګوښه شوی او پر ځای يې د ننګرهار پخوانی والي مقرر شوی دی، خو ارګ او نورې دولتي سرچينې دغه اوازې بې اساسه بولي.
تاند ته په ارګ کې ځينو سرچينو ويلي دي چې حکومت په دې اړه تر اوسه هيڅ پرېکړه نه ده کړې او نه هم داسې څه په پلان کې شته.
سرچينه وايي، ښايي ځينو کړيو د خپلو ځينو موخو په اساس، دغه اوازې خپرې کړې وي چې اساس نه لري.
پر ټولنيزو رسنيو وخت ناوخته د ځينو لوړپوړيو دولتي چارواکيو د ګوښه کېدو او تبديلي ورته اوازې خپرېږي چې زيات وخت بې اساسه خېژي.