ډير څه دي چې يو انسان پکې په خپله سمون راوستلی شي، يوه ټولنه هغه وخت پرمختګ کولای شي چې د انسانانو په کړو وړو کې ژور مثبت بدلون راشي، نن سبا په افغانستان کې د بيارغونې، زده کړې، هيوادپالنې ، ټولنيز پرمختګ، بشري حقونو، مساواتو، په ټاکنو کې د ګډون چيغې ډيرې دي، خو ليبک ويونکي يي ډير کم دي.
همداسې هغه چې د دې آرمانونو د پوره کيدو لپاره مبارزه کوي، نو د دوی د دې ممبارزې مزل هم ډير اوږد دی، او دې مزل ته لکه آدم خان غوندې د اوسپنې څپلۍ په کار دي، د نړۍ په تاريخ کې ډيرو کمو انقلابيانو په خپل ژوند د خپل انقلاب مزه څکلې، ډيری خو يي د بدلون په موخه د پورته شوي آواز قرباني شوي دي، خو نورو په ځانګړي ډول د دې بدلون غوښتونکو ټولنو او لارويانو يي بيا خوند ليدلی دی او د ده لارې ته يي دوام ورکړی دی. په ننۍ افغاني ټولنه کې که چيرې په کړو وړو فکر وشي، نو تغير پکې ژر راتلی شي، خو افغاني ټولنه منفي بدلون ډير ژر مني، مثبت بدلون ته خورا ډير زحمت ويستل په کار دي، له نن څخه لس کاله وړاندې افغانستان ته د بې ۵۲ ډوله الوتکې پر مټ راوړل شوې دموکراسي ډيرو ژر ومنله، او ان تر دې چې په کورونو کې کړو وړو مو هم يو ډول غربي رنګ خپل کړ، جامې مو هندي او پنجابي شوې، مننه او ستړې مشې مو غربي شوه، تور اسلامي حجاب مو ایراني رنګ خپل کړ، خو اصيلو افغاني کړو وړو ته کلونه کيږي مبارزه کيږي ولې په ټولنه کې منل کې يي د غربي دموکراسۍ په څير رنګيز نه دي ، هيڅوک کله هم کوښښ نکوي چې ښه ښکلې لونګۍ دې په سر کړي، څوک هم کوښښ نکوي چې په ملي ورځو کې دې د هيواد ملي جامې واغوندي. پرونی افغانستان او د پروني افغانستان اندونه د نني هغه په پرتله ډير تغير شوي دي، په پروني افغانستان کې حاکمه جګړه يو ډول وه خو په نني هغه کې بيا بل ډول ده، په نني افغانستان کې منو چې کابل کنډوالې شوی نه دی.
اتيا زره کابليان نه دي وژل شوي، بلکه ډيرې لوړپوړېزې ودانۍ پکې جوړې شوي دي هره ورځ پکې بيارغونه کيږي او نوي سړکونه او ښارګوټي پکې جوړيږي او د ښار لمن له سويله تر چارآسيا پورې، ختيځ ته تر څرخي پله پورې، شمال ته تر فرزې او قره باغ پورې او لويديځ ته هم ان تر کمپنۍ او مارګيرانو پورې رسيدلې، خو فکر په ډيرو سيمو کې پخوانی دی او که تغير هم پکې راغلی وي له ټولنيز جوړښت سره سم تغیر نه دی، فزيکې جګړه په ښار کې نشته، خو فکري جګړه پکې ښه په درز کې روانه ده، په ښار کې که کله هم په ښاري بس يا د سورلۍ په يو بل موټر چې لس اته کسان پکې ځاييږي کينې نو وبه وينې چې له ژوند څخه شکايتونه ډول ډول دي، همداسې که چيرې تر سترګو لاندې چاپيريال ته وګورې ور چاپيريال هم له ډول ډول کړو وړو ډک دی، چې هندي، ايراني، امريکايي، مصري يي ښې بيلګې دي.
د زمري ۲۸ د افغانستان د آزادۍ ورځ وه خو لمانځنه يي داسې نه وه لکه د آزادۍ ورځ چې وي، ولسمشر د آزادۍ څلي ته يوازې د ګلونو ګيډۍ کيښوده او د نيکونو دا بريا يي يوازې د ګلونو د ګيډۍ په کيښودو سره خلاصه کړه، د آزادۍ او مثبت فکري بدلون لارويانو بيا دا ورځ د جشنونو، کنسرتونو، ويناوو په کولو سره ولمانځله خو ټولو هيوادوالو پکې ځان ونه ليده، دا ځکه چې دلته مثبت فکري بدلون ډير کمزوری شوی دی او په هيواد کې ډير وګړي ځانونه پردي بولي او دا ورځې ورته دومره ارزښت نلري. که چيرې په کابل کې سترګې وغوړۍ، د خميني، محمد مرسي، په پلوي لاريونونه کيږي، افغاني کړه وړه د نورو د کړو وړو قرباني کيږي، خو په هيواد کې د مثبت بدلون د لارويانو پلويان ډير کم دي، په ارزګان کې له غزني کډه شوی حکيم شجاعي د ډيرو پر ستونې باندې چړې ور کيښودې، او د ډيرو په سينو کې يي د ټوپک ګولۍ سړې کړې، خو يوازې د مثبت فکر لارويان د دې کس محکمه کول غواړي، خو نور بيا چپ دي، څوک يي ايران په خوبونو کې وينې او ځينې يي بيا په کابل کې د مصري مظلوم ولس د وژل شويو کسانو غيبي جنازې کوي. زه منم چې موږ بايد له هرچا سره همدردي وکړو او دا ښه خبره ده، په مصر ، سوريه او فلسطين روان زور زياتی هيڅ انسان ته د منلو وړ نه ده، خو تر هرڅه وړاندې دې اول خدای ما وبخښي، خو موږ کله هم داسې نه دي ويلي، موږ تل ويلي دي چې اول دې خدای بل وبخښي او بيا ما، چې د دې دعا په کولو سره د دعا د قبليدو شيبه د بل په حق کې تيره شوې او هغه خدای بخښلی خو موږ يي نه يو بخښلي، په مصر کې په تيرو څلورو لسيزو کې قرارې وه، امن و خو هيڅ چا هم د اسلامي نړۍ په کوم ګوټ کې د افغانستان د ميليونونو شهيدانو جنازه ونکړه.
تاسو وګورۍ بيګاه شپه به مو له رسنيو اوريدلي وي چې په تيره شوې مياشت کې په افغانستان کې په معلوم دار ډول سره تر درې سوو ډير کسان په سيلاونو، چاودنو، نښتو، او هوايي بريدونو کې وژل شوي دي ما کله هم د دې کسانو غيبي جنازه ونه ليده، خو دا څو جمعې کيږي چې د مرسي په پلوي لاريونونه او پرون په مصر کې د وژل شويو کسانو غيبي جنازه وينم، ډيرې رسنۍ د ايراني اندونو لپاره پراخ کپماين کوي خو کله مې هم د شجاعي پر ضد د دوی کوم خبر ونه ليد. په افغانستان کې نن سبا مثبت او منفي فکري خوځښتونه ډير شوي دي خو په دې خوځښتونو کې د مثبت فکر هغه راته موسمي ښکاري او د منفي فکر لرونکي خوځښتونه راته اوږدمهالي. ځکه چې مثبت هغه هره ورځ يو ډول نه يو ډول تر فشار لاندې وي او د ځپلو کوښښ يي کيږي خو د منفي فکر هغه بيا هم زور لري او هم زر نو د دوی خوځښتونه به د بادار د موخې تر پوره کيدو پورې روان وي، خو ښه به وي چې هرڅه يو مثبت بدلون په لور يون وکړي، افغانان له هر چا سره همدردي لري خو نورو ته هم په کار دي چې له افغانانو سره همدردي وکړي. صمدخان غر [email protected]