د دغه مرکز مسؤلین وایي تر دې مهاله یې یو زرو پنځه سوه ځوانان په بېلابېلو برخو کې روزلي او د دغه مرکز په پرانستلو سره به په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو او نورو سره کار وکړي .
د مثبت بدلون ټولنې علمي او کلتوري مرکز د پرانستې په موخه د جلال اباد ښاروالۍ په میلمستون کې غونډه جوړه شوې وه،چې په کې د ننګرهار والي سربېره سلګونو مسؤلینو، دیني عالمانو،خوانانو او نورو ګډون کړی وو .
د دغه ټولنې مشر استاد عبدالبصیر سباون وویل: د ډېرو هلو ځلو وروسته په دې بریالی شو،چې د مثبت بدلون ټولنې علمي او کلتوري مرکز جوړ او رسما یې پرانسته وکړي .
هغه د دغه مرکز د پرانستلو په برخه کې د ننګرهار والي او یو شمېر چارواکو او سوداګرو د مالي ملاتړ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ،چې دغه مرکز به په علمي او کلتور برخو کې ډیری ځوانان په رضاکاران ډول وروزي او هره میاشت به خپل راپور ټولنې ته وړاندې کړي .
ښاغلي سباون وویل: ټولنه یې ملي ګټو ته ژمنه ده او هغه څوک چې ولس ته ګټه رسوي په بشپړ دول به یې ملاتړ وکړي او همدا راز یې هر مهال هر مهال د ټولنې پر زیان کړنو سره مخالفت کړی او لا به هم دغه چارې ته دوام ورکړي .
د نوموړي په وینا ټولنې یې تر دا مهال یو زرو پنځه سوه ځوانان په بېلابېلو برخو کې په وړیا ډول رزولي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي .
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د مثبت بدلون ټولنې علمي او کلتوري مرکز پرانستل د دغه ولایت په ځانګړي ډول د ځوانانو لپاره یو ښه زیری وباله او له همدې امله يې ټولو ته مبارکي ورکړه.
هغه زیاته کړه، تر کومه کچه یې چې د دغه ټولنې مسؤلینو او غړو سره ناستې ترسره کړي، یواځې او یواځې د هېواد پرمختګ او ولسونو ته یې خیر رسول موخه ده او هر مهال یې نوموړي سره سالمې مشورې شریکي کړي دي .
ننګرهار والي وایي: « هر افغان که دولتي دنده ولري او یا یې هم ونلري، مسؤلیت لري،چې د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ په برخه کې په ژمنتیا سره کار وکړي . »
هغه د دغه ټولنې د مالي لګښت په موخه له دوی سره دوه سوه زره افغانۍ نغدي مرسته هم ترسره کړه او پر سوداګرو یې هم غږ وکړ،چې له یادې ټولنې سره مالي او نورې مرستې ترسره کړي خو پر ټولو ټولنو یې غږ وکړ،چې د شخصي ګټو په موخه له هر ډول حرکتونو څخه ډډه وکړي .
د دغه غونډې په څنډه کې د مثبت بدلون ټولنې مشرتابه له لورې د دوی سره د مالي او نورې همکارۍ له امله ننګرهار والي ته مننلیک هم ورکړل شو .