بصیر عاصم

کله چې مطلق تقلید د منطق ، استدلال او عقلانیت پر ځای د مسایلو حل ته د رسېدو وسیله شي هلته د پرمختګ او مدنیت هیلې او غوښتنې خپل هویت د پناه سیلاب ته پرېږدي، ځینو خو د مخکه تر دې چې په وخت پسي ارمان وکړي د تعقل او منطق پر مسیر د مسایلو په حل کې خپل تګ پیل کړ، او همدې تګ دوی د اختراعاتو مدنیت او پر مختګ د مځکي پر مخ د د یوه رفا ژوند لومړۍ نړۍ کړه .هغو چې ددې پر خلاف دژوند د چارو دپاره د تفکر پر ځای مطلق تقلید ، نقل ، بنسټ اومعیار وګرزاوه ، د لومړۍ نړۍ د محتاجۍ درشل ته کښېنول ، د هغوی د اختراعاتو څخه استفاده یې د یوې هیلې او ارمان په توګه د ځان ویاړ وګاڼه. مهمه داده چې د تقلید رویه دریمي نړۍ د تفکر مرادف او په دود او دستور بدله شوه پر ځای ددې چې خپل افکار او ازهان وکاروي.

بلا تفکیکه د دودونو افراطي بڼه د فکرونو په انجماد کې یو له اساسي عناصرو څخه ځکه ده چې د پخوانیو اقتباس او قول يې خپل فکري مسیر کړ، او دا هفه څه دي چې خلګ یې د فکر او تعقل د ژوند په لارو چارو کې د استعماله را وګرزول.

د دریمي نړۍ د هیوادونو د بانفذو او مقتدرو اشخاصو چې د دتقلید د بحرانه د وتلو توان ورسره وه او یا دی ، د خپلو خواهشاتو د قدرت او مادیاتو د هوس قربانی کړل.

فرانسوی عالم او فلیسوف(مارکی_کندورسه)  وایي  دودونه د علم په وړاندې داسې خنډ دی لکه طبعت چې د علم په وړاندې دی.

دلته هدف ټول دودونه د ناوړه پدیدې په توګه تعریفول نه دی بلکې هغه رواجونه دي چې د تعقل او تفکر پر ځای مسایل تحلیلوي او د ژوند د ماضي د ترخو تجاربو څخه په نه عبرت پر راتلونکي ژوند تحمیلوي.
طبعي داده چې تحول پر انفرادي مسایلو د ټولنې اجماع نه شي کیدای بلکې په انفرادي توګه تحول په اجماع بدلیږي او د همدې ځایه مدنیت او هر اړخیز مثبت تحول شروع کیږي.

کله چې د انسانه د تعقل ، منطق او استدلال امتیاز واخستل شي پر ځای یې تقلید مکلفیت او لازم شي هلته نو د مدنیت او هر‌ې ښېرازۍ حدود یوازې د هغه تقلید تر احاطې محدودیږي ، نوښتونه یوازې تر هغو ټولنو تر درشلونو راوزي چې د ژوند بنیاد او اساسات يې د تعقل ، منطق ، او استدلال جوړوي.

د یو داسي افغانستان په هیله چې د وګړی هر قدم یې د تعقل او تفکر په اساس وي

One thought on “د مثبت تحول لار| بصیر عاصم”
  1. IF A SINGLE PERSON THINK ABOUT SOMETHING NEW/AND AFTER TAKE UNDER EXPERIMENT.
    THEN A POSITIVE RESULT CAN SHARE WITH SOCIETY,CAN POSITIVE PROGRESS COME TO SOCIETY.MUST BE ACTIVE.SMART& INTELLIGET.
    SCIENTIFIC RESEARCH IS MORE EFFECTIVE IN POSITIVE PROGRESS.
    SYNTHETIC REVOLUTION IS BEST EXAMPLE.
    THANK YOU

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *