جرمنی فیلسوف ” یوهان هردر” مثبت سیاسي فرهنګ د یو ملت نبوغ ګڼي. همدارنګه یو بل غربي عالم “ادموند برک” سیاسي فرهنګ ته د سیاسي ادابو او رسومو قالب وایي.

 یاد علما د یو هېواد لپاره د مثبت سیاسي فرهنګ د را منځته کېدو سرچینه د نوموړي ملت عمومي کلتور ګڼي؛ خو ځینې پوهان بیا د سیاسي فرهنګ لپاره دوه بیلابیل چوکاټونه په ګوته کوي، چې یو اړخ یې، په ټولنه باندې په حاکم فرهنګ پورې اړه لري او بل اړخ یې، په نوموړې ټولنه باندې په حاکم فرد ( زعیم ) پورې اړه لري .

 په دې اړه غربي عالم ” روزنبام ” داسې وايي : ” سیاسي فرهنګ د هغو ټولو مهمو رووشونو ټولګه ده، چې یو شخص د هغوی په وسیله، ذهناً د خپل سیاسي نظام د اړینو عناصرو د غښتلتیا اراده وکړي “. که وګورو ټول نظامونه د سیاسي فرهنګ درلودونکي دي؛ خو د هر نظام سیاسي فرهنګ، مثبت او منفي اړخونه لري، مثبت سیاسي فرهنګ د یوه اغېز من مشرتابه په شتون کې امکان پذیره دی.

مهاتما ګاندي چې د خپل ملت پلار ګڼل کیږي او هندیان یې د ” هند روح ” بولي، له یوه لنګ او لکړې سره میدان ته راووت او د اوسني پرمختللي او ځواکمن هندوستان بنسټ یې کېښوود.

نن ورځ که هر هندو وپوښتل شي، چې که ګاندي نه وای، هند به د اوس په څېر په یوه ستر اقتصادي، نظامي او سیاسي ځواک بدل شوی وای؟ بې له شکه چې ځواب به یې منفي وي. که اراده مو داوي، چې د یو سوکاله، ابرومند، له هر ډول تبعیض څخه د پاک او پرمختللی افغانستان په لور ګام واخلو، لومړی شرط دادی، چې باید د لیډرشیپ په ټاکنه کې خورا دقت وکړو، له هرڅه د مخه مو باید رهبر پاک او د رهبرۍ وړ کس وي.

افغان ولس نه دا چې نن بدلون ته چمتو دی؛ بلکه له کلونو راهیسې د مثبت بدلون غوښتونکی دی، په هره برخه کې د قربانۍ ورکولو جوګه دی؛ خو له بده مرغه ، د پراخ فساد، غبن او د انګېزې د نه شتون له امله دغه سپیڅلې روحیه په ولس کې ددې پرځای چې غښتلې شي، زمول شوېده .

کومې هیلې چې افغانانو، په لومړیو کې له فعلي نظام څخه درلودلې، ورځ تر بلې په یآس او ناهیلیو بدلې شوې او خبره اوس له نظام څخه د نفرت، تر بریده رسېدلې ده. کله چې په یوه ټولنه د نظام اساسي پایې فعالې وي، قوانین موجود وي، د مجرم او مفسد لپاره سزا شتون ولري؛ خو ولس پدې باوري نه وي، چې مجرم به سزا وګوري. له شک پرته، چې قانون خپل حیثیت له لاسه ورکوي او د نظام مشروعیت د پوښتنې لاندې راځي. له بده مرغه، افغانان پدې تېره څه باندې یوه لسیزه کې، د ورته حالت څخه کړېږي. د ولس او نظام تر منځه ددغو پراخو فاصلو او نفرت د ختمولو امید په اوسنیو کاندیدانو کې یوازې ډاکټر اشرف غني ته کیدای شي.

زه د ډاکټر صاحب احمدزي او ستر هندي لارښوود، د شخصیت تر منځ ګڼ مشترک ټکي وینم، چې هغه پوهه، پرهیزګاري، صداقت، له ولس سره بې کچې مینه، سپیڅلتیا … او نور دي.

ګاندي وايي ” زه له ��متیاز او ځانغوښتنې څخه کرکه لرم. هر هغه څه چې له پرګنو سره ونه ویشل شي، زما له انده وبال او خیانت دی ” .

ډاکټر غني موږ ته وايي : ” زما لپاره پنځه جوړه کالي بس دي. که د کار په موده کې مې، یوه کورتۍ هم زیاته شوه، له دې هېواده مې وشړﺉ . ” زما په اند ملت ته تر دې ستر تضمین بل هیڅ نشي کیدای، خلک باید د دې وړتیا ولري چې له بریا وروسته، نه یوازې د ډاکټر غني بلکې، د هغه د ټول ټیم، په چارو څارنه وکړي او ویې ارزوي .

ولس دې ته هیله من دی، چې ډاکټر غني به د هېواد په سیاسي چاپیریال کې، د یو نوي سیاسي مثبت فرهنګ بنسټ کیږدي، خپل کاري ټیم به د متعهدو، کارپوهه، زړه سوانده او نخبه شخصیتونو څخه تشکیل کړي، په ولس کې ایجاد شوي ټپونه به د خپل نبوغ او علمي بصیرت په مرسته ورغوي. د واحد افغان ملت ټوټې شوی کالبوت به بیرته سره یو کړي، د فساد او درغلیو مخه به ونیسي او هېواد به د یو مثبت بدلون په لوري رهبري کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *