پرله پسې ګڼه – (۵)

تألیف: استاد کریم زماني

ژباړه: احمد سلیم ړنگ

د اومه پريوو حسادت ( د غم او خپګان له امله شپې نه وېده کېدل)

لږ لږ، د ځانښودو او اومه مزاجه پریوو د حسادت لمبې په پورته کېدو شوې، په دښنه او دښمنۍ شول، غونډې او ناستې یې سره وکړې او زرکوب ته په بد رد ویلو او پېغور ورکولو شول.

که چنان ترهات می ګفتند   از غم و غصّه شب نمی خفتند[1]

ژباړه « هومره سپکې سپورې یې ویل چې له ویر او خپګان به شپې نه ویده کېدل»

سپکو سپورو او بد رد ویلو هم د هغوی د حسادت لمبې سړې نه کړې، تر دې شول چې د هغه د وژلو هوډ یې وکړ چې د تل له پاره له هغه بې غمه شي، او د مولانا رح پام ځان ته واوړي.

سر ببازیم و زنده اش نهلیم   چون از آن جان فکار و خسته دلیم

ژباړه « سر به له لاسه ورکړو او ژوندی به یې پرې نه ږدو، ځکه زړونه مو له هغه ځورېدلي او ستړي دي»

دا خبر لږ لږ صلاح الدین ته ورسېد، خو ونه وېرېدو او ډار ته یې زړه کې ځای ورنه کړ، تر دې چې په ډېره آرامۍ او وقار مسکی شو او ویې ویل: دا د ړندو زړونو خاوندان نه پوهېږي چې په دې نړۍ کې یوه پاڼه هم نه خوځېږي چې د سترڅښتن اراده نه وي شوي. که الله (ج) مې ژغورونکی وي او ومې ژغوري، داسې څوک نشته چې زما وینه وبهوي او ساه مې وباسي.

خوش بخندید و ګفت آن کوران             کــــه ز ګمراهي اند بې ایمان

نیستنــــــد اینقدر ز حق آګاه                که به جز ز امر او نجنبد کاه؟

چون تواند کسی مرا کشــــتن            یا به خاک و بخونـــم آغشتن

چون خدا مرا نګهبــــان است              حارس و حافظ تن و جان است[2]

ژباړه « مسکی شو او ویې ویل هغه د ړندو زړونو خاوندان د سمې لارې د پرېښودنې له امله بې ایمانه شوي. هغوی هومره هم نه پوهېږي چې د ستر څښتن له امر او هوډ پرته یو خځلی او بوس هم نه خوځېږي. څنګه به مې ووژني او په وینو به مې لاهو کړي چې الله ج زما د ځان او روح ساتونکی دی»

جامی رح د هغه د رښتیاوالې او اخلاص په هکله چې حضرت مولانا رح ته یې درلودو داسې وایي: « لومړی خو هغه د سیّد برهان الدین محقّق ترمذی پریو او مرید و. یوه ورځ حضرت مولانا رح د زرکوبانو یا زروبولو له سیمې تېرېدو، د هغوی د ټکولو له ضرب او غږ په هغه کې باطني حال راڅرګند شو او په چورلېدا شو. شیخ صلاح الدّین رح په الهام له خپل پلورنځي رابهر شو، خپل سر یې د مولانا رح په پښو کې کېښود، مولانا رح هغه په غېږ کې ټینګ کړ او ویې نازوو. مولانا رح د ماسپښین له لمانځه د مازدیګر تر لمانځه په سماع و، او دا غزل یې وویلو:

یکی ګنجی پدید آمد در این دکان زرکوبی        زهی صورت، زهی معنی، زهی خوبی، زهی خوبی

ژباړه « د زروبولو په دې پلورنځي کې یو ګنج او زېرمه رابرسېره شوی، څه ښکلې څېره، څه د لوړې مانا خاوند، څومره ښېګڼه، څومره ښېګڼه»

            شیخ صلاح الدین رح وویل چې دا پلورنځی تالا کړئ، ځکه له دواړو نړۍ و آزاد شوی، بیا د مولانا رح همسکاله توب ته روان شو. مولانا رح څنګه چې د شیخ شمس الدین سره مینه کوله له هغه سره یې هم همداراز مینه کوله او د لسو کلونو له پاره له هغه سره همسکالو و[3]

د شیخ صلاح الدین مړینه (ډول او تنبل غږوونکی راولئ)

مولانا رح د لسو کلونو له پاره د زرکوب سره همسکالو و او د شمس رح تش ځای یې پرې ډک کړی و. تر دې چې زرکوب رنځور او ناروغه شو او په پای کې ومړ. هغه وصیت کړی و چې کله مړ شي په جنازه کې یې د ویر او ماتم دود ترسره نه کړي، ځکه د رښتینې مینې او د مطلوب سره یوځای کېدل او د ناورین ځای او کور خوشې کول د سوکالۍ او خوشالۍ ځای دی، نه د ویر او ماتم. له دې امله خلکو په تنبل غږولو او په سماع کولو هغه خښ کړ.

شیخ فرمود در جنازه من     دهل آرید و کوس با دف زن[4]

ژباړه « شیخ وویل چې زما جنازې ته ډول او تنبل غږوونکی راولئ»

شیخ صلاح الدین زرکوب په قونیه کې د مولانا بهاء الدین تر څنګ خښ دی[5]. 

حُسام الدّین چَلَبي (شه «پاچا» حسام الحق د ستوري په څېر دی)

حسام الدّین چلبي رح، چې په اخي ترک پېژندل کېدو د عرفان له مشرانو، سترو صوفیه و  او د مولانا رح رښتینی پریو و. مولانا رح له هغه سره هم لس کاله همسکالو او ناسته درلوده او تر دې چې د مثنوي شریف نظم هم د هغه په غوښتنه ترسره شوی.

خوش به هم بوده مدت ده سال             پاک و صافی مثال آب زلال[6]

ژباړه « له یو بل سره د لسو کلونو له پاره یو همسکالو ول، پاک د خوږو اوبو په څېر»

حسام الدین، مولانا رح ته ستر او زړه ته رانږدې دریځ او مقام درلود او سخت په هغه مین و، تر هغې کچې چې ویل شوي: « یوه ورځ مولانا رح له خپلو ملګرو سره د حسام الدین چلبي پوښتنې ته ورتلو،چې په لار کې د حسام الدین د کور تر څنګ د یوه سپي سره مخامخ شول، یو تن غوښتل چې هغه وشړي، مولانا رح وویل د ملګري او دوست د کوڅې سپی باید ونه وهل شي.

ای که شیران مر سګانش را غلام      ګفت امکان نیست خامش والسلام

آن سګی را که بــود در کوی او       من به شیران کی دهم یک موی او[7]

ژباړه «  د چا چې زمري د سپیو مریومي ول، ویل یې؛ وهل یې شوني نه دي، غلی شه، د هغه د کوڅې سپي یو وېښته زه په زمرو نه بدلوم»

همداسې ویل شوي چې« له حضرت مولانا رح یې وپوښتل چې ستا له دې درېواړو خلیفو یا ځایناستو له ډلې کوم مو منلی دی؟ ویې ویل؛ مولانا شمس الدین د لمر په څېر دی او شیخ صلاح الدین د سپوږمۍ په څېر دی او چلبي حسام الدّین د هغوی تر منځ د ځلانده او لارښود ستوري په څېر دی. هغوی چې په وچو او اوبو کې مزل کوي ډېري یې له ستورو خپله لار موندي او له هغوی ګټه پورته کوي[8]

همداسې د حسام الدّین له پاره د مولانا رح د معنوي مینې په هکله راغلي، کله چې د حسام ښځې له دې نړۍ سترګې پټې کړې هغه خورا ډېر خپه او غمجن شو، د حسام الدین دې خپګان مولانا رح هم تر خپل اغیز لاندې راوستو تر دې چې د مثنوي شریف لیکل د دوه کلنو له پاره وځنډېدل او په ۶۶۲ سپوږمیز کال کې بیا پیل شول. خو د دې خبرې د کره توب په هکله نیوکه شتون لري چې په دویمې لیکچې په پیل کې به پرې وغږېږو.

نور بیا…

٭٭٭

پایلیک:

[1] . ولدنامه، ۷۴ پ.

[2] . مناقب العارفین ، ۷۵ پ.

[3] . نفحات الانس، ۴۶۹ پ.

[4] . ولدنامه، ۱۱۲ پ.

[5] . نفحات الانس، ۴۷۰ پ.

[6] . ولدنامه، ۱۲۱ پ.

[7]. مناقب العارفین، ۳۳۵ پ.

[8] . مخکېنی، ۲ ټ، ۱۰۳۱ پ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *